fbpx

د نیوزیلینډ او هند ترمنځ به پاتې لوبه سبا ۲ بجې بیا پیل شي

خبریال وېبپاڼه / ۹ جولای ۲۰۱۹ – د انګلستان په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام لومړنۍ نیمه پایلوبه د هند او نیوزیلینډ ترمنځ د باران له امله نیمه ترسره شوه او پاتې یو اننګز او څلور اورونه به سبا ورځ ترسره شي.

نن د کرکټ نړیوال جام سیالیو په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې پچه نیوزیلینډ وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، نیوزیلینډ په لومړۍ توپوهنه کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۶،۱اورونو کې ټولې( ۲۱۱) منډې جوړې کړې وې چې لوبه د اورښت له امله ودرېده او تر وروستیو شېبو باران وورید.

په دغې سیالۍ کې د نیوزیلینډ لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر کین ویلیمسن په( ۶۷) منډو وسوځېد دغه راز روس ټایلر بیا تر وووستیو شېبو پورې په (۶۷) منډو ناسوځېدلی پاتې شو او سبا ورځ به ټایلر ورسره ټوم لېټحوم میدان ته بیا د توپ وهنې لپاره راښکته شي او پاتې څلور اورونه به ووهي.

د هند لپاره په توپ اچونه کې هر یو جسپریټ بومرا، بونیشور کمار، هارډیک پنډیا، چهال او رویندرا جدیجا یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

په نن سیالۍ کې د ۴۶ اور وروسته په مانچسټر کې چټک اورښت پیل شو، چې ان تر ساعتونو ساعتونو یې دوام وکړ دغې نیمه پایلوبې ته په زرګونه مینوالو ټکټ کړی وو، خو د باران له امله میدان ته راغلو مینوالو سیالي په نیمه کې پرېښوده او خپلو کورونو ته ستانه شول.

په انګلستان کې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالۍ بارانونو ډیرې بې خونده کړې، تر ډیره مهمې سیالۍ د بارانونو له امله مساوي پای ته ورسېدې او آن مینوال یې میدان ته په راتګ هم پښېمانه شول.

په ننۍ نیمه پایلوبه کې داسې ویل کېدل چې هند ته بریا ورکړل شي او نېغ په نېغه پایلوبې ته ووځي،خو د لوبې لوبڅارانو او نورو تخنیکي کمېټو دا ناسمه وبلله او سیالي یې سبا ورځې ته پرېښوده.

د یادولو ده سبا د جولای په لسمه نېټه به دا سیالي د افغانستان پر وخت د غرمې په ۲ بجو یو ځل بیا پیل شي.