fbpx

ایا د مهيندرا سنګ دهوني د کرکټ پرېښودو وخت رارسېدلی؟

خبريال وېبپاڼه / ۱۰ جولايي ۲۰۱۹: له مهيندرا سنګ پرته د هندۍ کرکټ لوبډلې په اړه فکر کول به ګرانه وي، ځکه له ډېر وخت راهيسې هغه د ويکټو تر شا ولاړ او لوبه کنټرولوي او کله بیا د منډو پوره کولو لپاره په مېدان ولاړ وي، خو په لوبه کې يې یو خوند راوستی وي.

نوموړي په ۲۰۰۴ کې د ايفون له راتګ درې کاله مخکې نړيوال کرکټ پيل کړ، خو اوس ډېر پرمختګونه راغلي، نو ايا د هند د دغه ستر لوبغاړي د تګ وخت رارسېدلی؟

په بدن يې علامې له څه وخت راهيسې راښکاره کېږي، اوږدې زلفې ډېر وخت کېږي له منځه تللي او د هغې ځای اوس وړو او سپينو ويښتو نیولی دی. اوس د هندۍ لوبډلې مينه والو سره هم ويره ده چې نورې ډېرې علامې هم د هغه په کرکټ بری مومي.

د يو ورځنۍ لوبو د پای ته رسولو لپاره دهوني يو نامتو نوم و، خو په روان نړيوال جام کې د هغه په سسته توپوهنه باندې نيوکې کېږي. هغه وخت په نوموړي باندې نيوکې زياتې شوې چې د انګلستان پر وړاندې يې په لوبه کې هندۍ لوبډله بريا ته ونه رسوله او هند په ګروپي لوبو کې ماته وخوړه.مهیندرا سنګ دهوني ۲

د انګلستان پخوانی روزونکی پال فاربريس وايي، د هر لوی او ستر لوبغاړي سره داسې يو وخت حتمي کېږي او د يو شمېر لوبغاړو لپاره بيا نړيوال جام د داسې پېښو پيل وي. زه به په دې خبره هېڅ حېران نه شم که نوموړی له نړيوال جام وروسته له نړيوال کرکټ نه استعفا اعلان کړي.

نو ايا په ۳۴۸ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې لوبېدلي مهيندرا سنګ دهوني د پای وخت رارسېدلی دی؟ او د هغه له تګ سره د نړۍ په تر ټولو ښه لوبډله به کوم اثر وشي؟

دهوني ته په هند کې په ډېر درنښت کتل کېږي، هغه په ۲۰۱۱ نړیوال جام کې هندۍ لوبډله اتلولۍ ته ورسوله. په ۲۰۱۱ نړيوال جام فاينل کې هندۍ لوبډلې ته د يو اتل اړتيا وه، چې هغه نه سچن ټنډولکر و، نه ويراټ کوهلي او نه هم وريندر سهواګ و، بلکې هغه دهوني و چې توپوهنې ته راکوز او په ۷۹ توپونو يې ۹۱ منډې وکړې او هند يې اتلولۍ ته ورساوه.

اوس هغه دهوني نه دی پاتې، په روان کال کې د دهوني د توپوهنې اوسط ۶۱.۱۱ دی. همدا راز د هغه سټرايک رېټ ډېر راکم شوی دی، په ۲۰۰۵ کې د هغه سټرايک رېټ ۱۰۳.۱۱ و، خو اوس ۸۳.۷۱ دی.

هندی مبصر پرکاش وکانکر وايي، چې اوس دهوني ډېر توپونه ډاټ کوي، اوس هغسې لوبه نه کوي لکه مخکې چې به يې په هر توپ منډې کولې. هغه وايي چې مخکې به په وروستيو ۲۰ اورونو کې دهوني په ۱۰۰ توپونو ۱۰۶ منډې کولې، خو اوس یوازې ۹۳ منډې کوي.مهيندرا سنګ دهوني ۱

مهيندرا سنګ دهوني له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۷ پورې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر و، د هغه په لوبډلمشرۍ کې هند په نړيوال شل اوريز جام، نړيوال جام او چيمپينز ټرافۍ کې اتلولي خپله کړه او همدا هغه څه دي چې د هغه د توپوهنې پر ځای به د هغه پرېکړې هندۍ لوبډله اوسنی لوبډلمشر ويراټ کوهلي ډېر ياد کړي.

وکانکر وايي، چې دهوني ټوله لوبه کنټرولوي، د هغه سترګې په ټول مېدان کې خورې وي، توپ اچوونکي باید څه ډول توپ اچوونه وکړي او همدا راز ډګر ساتونکي باید د مېدان په کومه برخه کې ودرېږي، دا ټول هغه ترسره کوي. ويراټ کوهلي د هغه په لوبه کې په موجوديت ډېر خوښ دی او څوک چې دا فکر کوي چې هغه خپل کرکټ نور هم اوږدوي، هغوی په دې نه پوهېږي چې په لوبډله کې د دهوني رول څه دی.

هغه ته په ډېر درنښت کتل کېږي او له هغه څخه نور لوبغاړي جذبه ترلاسه کوي. د دهوني قدر به هله خلکو ته معلوم شي، چې هغه دستانې وغورځوي او له هندۍ لوبډلې سره مخه ښه وکړي، بيا به خلکو ته د هغه قدر معلوم شي.