fbpx

روسیې طالبانو ته شپني دوربینونه ورکړي دي

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جولای ۲۰۱۹ ـ افغان امنیتي چارواکي ادعا کوي چې له طالبانو څخه یې د افغانستان په ډېرو سیمو کې هغه دوربینونه نیولي دي چې په روسیې کې جوړ شوي دي. دغه دوربینونه د افغانستان په جنوبي او شمالي ولایتونو کې له طالبانو څخه نیول شوي دي.

په تازه پېښو کې د روزګان ولایت امنیه قومندان خطاب خنجري هغه دوربین رسنیو ته ښودلی چې له وسله والو طالبانو څخه یې په مخامخ جګړه کې نیولی دی. نوموړی وايي، په هغو عملیاتو کې چې د طالبانو پر ضد یې ترسره کول، په مخامخ جګړه یې د یوه طالب له وژلو وروسته له هغه دا دروبین ترلاسه کړی دی.

نوموړی تائیدوي چې طالبان سره له دې چې روسۍ وسلې کاروي، ورسره یې بهرني وسله وال هم روزګان ته راوستي چې د افغان ځواکونو خلاف یې وجنګوي. نوموړی په دې اړه چې دا بهرني وګړي د کوم هېواد دي؟ وايي چې د طالبانو په لیکو کې د مختلفو هېوادونو وسله وال شته، خو دا چې د کوم هېواد وسله وال په کې ډېر دي، په دې اړه تحقیقات کوي.

ویل کېږي له روسیې سره د طالبانو اړیکې د پخوا په نسبت ډېرې ښې شوي دي او یاد هېواد اوس د طالبانو یو ملاتړی بلل کېږي، په همدې خاطر روسیه په جنګي او سیاسي ډګرونو کې د طالبانو لاسنیوی کوي، وسلې ورکوي او همدا ډول په سیاسي سټېج کې د طالبانو لپاره لابي کوي.

د مسکو په دوو ناستو کې چې د روسیې په ملاتړ وشوې، روسیې طالبان ډېر ونازول او هڅه یې وکړه چې افغان حکومت څنډې ته کړي، حتی د افغانستان او روسیې د سل کلنو ډېپلوماتیکو اړیکو په نمانځغونډه کې روسیه طالبان ور وبلل او هغوی ته یې ډېر فرصت ورکړ چې د افغانستان د استازو په توګه وغږېږي او د طالبانو پیغام نورو ته ورسوي.

په یاده غونډه کې د افغانستان په استازیتوب یوازې په مسکو کې افغان سفیر ډاکتر لطیف بهاند ونډه اخیستې وه چې نوموړي هم صرف د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پیغام ولوست او نورې خبرې یې و نه کړې.

سیاسي شنونکي وايي، روسیه دا هر څه د دې لپاره کوي چې غواړي په افغانستان کې له امریکا سره خپله سیالي برابره کړي.

په افغانستان کې د بهرنیو وسلو او وسله والو د جنګېدو خبرې داسې مهال بیا را پورته کېږي چې تر دې مخکې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د ملي امنيت رياست ځانګړو ځواکونو يو پنجابى ترهګر وواژه او دوه نور يې ونيول.

د نیول شویو له ډلې یوه یې اعتراف کړی و چې افغانستان ته د جهاد په نیت راغلی و او د یوه طالب قومندان تر قومندې لاندې د افغان ځواکونو خلاف جنګېده.