fbpx

نړيوال جام کې خراب پرفارمنس، بنګله دېش مشر روزونکی رخصت کړ

خبريال وېبپاڼه / ۱۰ جولايي ۲۰۱۹: په نړيوال جام کې د بنګله دېشۍ لوبډلې د ښه نه ځلېدو له امله چې بنګله دېشۍ لوبډله څنګه هېواد ته ستنه شوه، نو د لوبډلې مشر روزونکی سټيو رهوډز له خپلې دندې رخصت کړای شو.

د بنګله دېش کرکټ بورډ چيرمېن ناظم الدین چودري رسنیو ته وويل، چې کرکټ بورډ د کرکټ د ښه والي لپاره د مشر روزونکي د بدلولو پرېکړه کړې ده.

د ناطم الدین چودري په وينا، د بنګله دېش لوبډلې په نړيوال جام کې ښې لوبې ترسره نه کړې، چې د همدې امله دوی په دې پرېکړه مجبوره شو، چې د لوبډلې مشر روزونکی رخصت او بل مشر روزونکی د لوبډلې لپاره وټاکي.

نوموړي همدا راز له رسنيو سره په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې په روانه مياشت کې د دوی لوبډله سريلانکا ته په سفر ځي، نو د اوس لپاره دوی يوازې د لوبډلې مشر روزونکی له دندې رخصت کړ، خو په راتلونکي کې کېدای شي چې ټول روزونکي له دندو رخصت کړي.

د يادونې وړ ده چې د انګلستانۍ لوبډلې پخوانی ويکټ ساتونکی سټيو رهوډز تېر کال د بنګله دېش ملي لوبډلې د مشر روزونکي په حېث دنده پيل کړې وه او هغه د بنګله دېش کرکټ بورډ سره د راروان نړيوال جام پورې قرارداد لاسليک کړی و.

په ۲۰۱۹ نړيوال جام کې بنګله دېش په خپلو اته لوبو کې يوازې ۳ لوبې وګټلې او په نورو لوبو کې يې ماته وخوړله او په لومړي پړاو کې له نړيوال جام څخه بهر شو.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان کرکټ بورډ هم په دې فکر کوي چې مشر روزونکی ليرې کړي، خو پاکستاني رسنۍ وايي چې د پاکستان ملي لوبډلې مشر روزونکی اوس هم په دې هڅه کې دی چې دوه کاله نور هم د پاکستانۍ لوبډلې روزونکی پاتې شي.

Loading...