fbpx

دوه ملګرو په يوه ورځ کې د ۹ ښارونو ليدو نړيوال ريکارډ جوړ کړ

خبريال وېبپاڼه / ۱۰ جولايي ۲۰۱۹: په نړۍ کې ډېری خلک شته چې غواړي نړيوال ريکارډونه جوړ کړي او د دې لپاره بيا ډول ډول لارې غوره کوي، تر څو په نړۍ کې ځان له نورو خلکو ځانګړی کړي. همدا راز ډېری خلک د سفرونو شوقيان وي، خو ځينې ځينې خلک بيا په سفرونو کې هم نړيوال ريکارډونه جوړوي، چې تازه دوه ملګرو په يوه ورځ کې د ۹ ښارونو ليدو نړيوال ريکارډ جوړ کړی دی.

د لندن اوسېدونکي ايډم ليټون له خپل ملګري کرس فلیټچر سره په ۲۴ ساعته کې د ټرانسپورټ له لارې د ۹ پلازمېنې ښارونو چکر وواهه او نړيوال ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

دواړو د ۲۵ او ۲۶ نومبر په منځ کې له لندن څخه په اورګاډي کې ایمسټرډام ته د خپل سفر پيل وکړ، له هغه وروسته بيا پېرس ته لاړل او همداسې برسلز ته ورسېدل.ایډم او کرس ۲

له برسلز څخه تر برلن پورې سفر دواړو بيا په الوتکه کې وکړ، برلن ته له رسېدو وروسته اېډم او کرس د بس له لارې پراګ ته روان شو او له پراګ څخه يې بيا په الوتکه کې براټسلاوا ته ځان ورساوه.

د نړيوال ريکارډ جوړولو په مبارزه راوتو دواړو ملګرو د خپل منزل ته رسېدو لپاره وينيا ته په اورګاډي کې سفر وکړ او له وينيا څخه وروسته بيا خپل وروستي ښار يا منزل بوداپسټ ته يې ځان ورسولو.

دا ټول سفر اېډم او د هغه ملګري کرس په ۲۳ ساعته او ۵۰ دقيقو کې پوره کړ، چې له هغه وروسته يې د ريکارډونو په نړيوال کتاب (ګنيز بک آف ورلډ ريکارډ) کې خپل نومونه ثبت کړل.ایډم او کرس ۳

اېډم وايي، چې د دې نړيوال ريکارډ له جوړولو مخکې هغوی په ۲۴ ساعته کې د ډېرو هېوادونو د کتلو نړيوال ريکارډ هم په خپل نوم کړی دی. همدا راز هغه وايي چې د دې نوي نړيوال ريکارډ جوړولو په لړ کې ورته ډېر خنډونه مخې ته راغلل، خو هغوی خپل سفر په پوره مېړانه ترسره کړ او له دې يې خوند هم ترلاسه کړ.

Your SEO optimized title page contents