fbpx

نن سهار د ننګرهار استيناف محکمې دوه مدیران وژل شوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جولايي ۲۰۱۹ – د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د ننګرهار د استيناف محکمې دوه مدیران د ناپېژانده وسله‌والو په برید کې وژل شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړې چې بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی دی، نوموړي څرګنده کړې چې په دې اړه څېړنې روانې دي چې ولې په دغو دوه تنو اداري کارکوونکو باندې ناڅاپي برید ترسره شوی دی.

یاده پېښه د ننګرهار استیناف محکمې ريیس عبدالولي قاضي زاده هم رسنیو ته تایید کړې، هغه وایي د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په روښان مېنه کې دا دوه تنه د محکمې اداري کارکوونکي په نښه شوي و.

د قاضي زاده په وینا په وژل شویو کې یو کاتب خان نومېده چې دنده یې د محکمې د کورني او بهرني امنيت استيناف بلل کېده.

دغه راز د محکمې بل غړی د قدرت الله په نوم و، نوموړی د ننګرهار استيناف محکمې د نظامي استيناف ديوان مدير بلل کېده، چې دواړه دفتر ته د تګ پرمهال په ناڅاپي وسله وال برید کې ووژل شو.

په دې وروستیو کې په ننګرهار ولايت کې یو ځل بیا هدفي وژنو زور اخيستی، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي خلک وایي که هدفي وژنې همداسې دوام وکړي دوی به له ډیرو ستونزو سره مخ کړي، آن ښار ته په راتګ به هم پښېمانه شي.

د دغې پېښې مسوولیت تر دې مهاله پورې کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د یادونې وړده دوه ورځې وړاندې هم د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې ګمرک رياست اړوند د ساتونکو پر یو رينجر موټر د سړک غاړې چاودنه رامنځته شوې وه، چې له امله يې يو تن وژل شوی و او څلور نور ټپیان شوي و.

Loading...