fbpx

ولسمشر: هر یو افغان یو غمی او د عزت یوه ټوټه ده

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جولای ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني له فساد سره د مبارزې په اړه “د سولې په لور حرکت، د حساب ورکولو لپاره فرصت” تر سرلیک لاندې د اروپایي ټولنې په پنځم کنفرانس کې ګډون کړی دی.

ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې په اړه د اروپایي ټولنې په دې پنځم کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل: نن د افغانستان خلکو باندې حساب وکړئ، هر یو یې غمی او د عزت یوه ټوټه ده. دوی هر یو په عادلانه نظام کې چې د دوی راتلونکی پکې خوندې وي، ګډون لري.

ولسمشر غني په دغې جوړ شوي کنفرانس کې زیاتوي دلته ضرور ده چې د جنګ په قېمت واضح پوه شو، که پوه نشو بیا ضروري تصامیم په وضاحت او جرئت سره نشي نیول کیدلای شي.

غني وایې دلته باید حساب او کتاب حتمي موجود وي او له حساب او کتاب پرته موږ هیڅ کله پرمختګ نه شو کولی نو ضرور ده چې حساب کتاب ته لار پرانیزو.

ولسمشر غني په دغې کنفرانس وروستیو پېښو ته په اشاره وویل پر ماشومانو هر برید پر انسانیت حمله ده، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له دوامدارو قربانیو او له نظام او اساسي قانون سره د هیوادوالو ژمنتیا مونږ ټولو ته معلومه ده.

ولسمشر داهم وویل زما تګلاره د سولې تګلاره ده، دا وطن سوله غواړي او موږ سوله راولو، په دې کې دې شک او شبهه نه وي. د سولې لاره به کپرک اوستونزې لري، مګر په ټینګه اراده باید په کپرک تېر او سولې ته ورسېږو.

ولسمشر د دغې کنفرانس په وروستیو کې تېر وخت ته هم یو نظر وکتل او وایې د ډاکټر نجیب له سقوط وروسته جلال اباد ته لاړم او هلته د کور یوازې د برېښنا لینونه، نه و چور شوی.، په ټول خوست ښار کې څلور هګۍ نه پیدا کېدې، دغه راز په هرات کې سېلاب راغلی و، مګر دوه بلډوزر، نه پیدا کېدل، نو ضرور ده چې د جنګ پر قېمت پوه شو.

خلک بیا وایې په وروستیو پنځو کلونو کې په اقتصادي، سیاسي روغتیایې، ښوونې او روزنې او د امنیت په برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي .

Loading...