fbpx

بربنډې سندرغاړې نکي مناج سعودي عرب ته له تګ انکار وکړ

خبريال وېبپاڼه / ۱۰ جولايي ۲۰۱۹: ټاکل شوې وه چې د سعودي عرب په جده ښار کې د بربنډې او لوڅې سندرغاړې نکي مناج کنسرټ ترسره شي، خو تازه خبر دا دی چې نکي مناج سعودي عرب کې په دغه کنسرټ کې له ګډون انکار کړی او ويلي يې دي چې په سعودي عرب کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي، نو ځکه سعودي عرب ته د کنسرټ لپاره نه ورځي.

دغه کنسرټ چې د سعودي عرب حکومت له خوا په جده ښار کې راجوړ شوی و، راتلونکې اونۍ ترسره کېده، چې د نکي مناج په ګډون پکې ځينو نورو نړيوالو سندرغاړو هم ګډون کاوه.

په دغه کنسرټ کې که څه هم د نکي مناج په ګډون سختې نيوکې روانې وې، خو ځايي ادارې بيا ښځو ته ويلي و، چې په دغه کنسرټ کې دې په پرده کې ګډون وکړي.نکي مناج

ډېری سعودي ښځو بيا د حکومت په دغه کړنه نيوکه کړې وه او ويلي يې و، چې د نړۍ تر ټولو ستره فاحشه او لوڅه سندرغاړې د کنسرټ لپاره راغواړئ او موږ ته وايئ چې په پرده کې کنسرټ ته راشئ، دا نو ډېر لوی منافقت دی.

خو تازه خبر دا دی چې نکي مناج سعودي عرب ته له تګ څخه انکار کړی دی او ويلي يې دي چې په دغه کنسرټ کې ګډون نه کوي. هغې په دغه کنسرټ کې د ګډون نه کولو لامل دا ښودلی دی، چې په سعودي عرب کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او هغوی ته ازادي نه ورکول کېږي، نو هغه هېڅ کله هم په داسې يو هېواد کې کنسرټ نه کوي، کوم کې چې له ښځو سره زياتی کېږي.

د يادونې وړ ده چې نکي مناج هغه امريکايي سندرغاړې ده، چې د لوڅو، بربنډو او فحش نڅاوو لپاره مشهوره ده، په هغې په اروپا کې ډېری خلک دا نيوکې کوي چې فحاشۍ او عريانیت ته وده ورکوي او ځوان نسل بې لارې کوي. هغه د فحش نڅا تر څنګ سندرې يې هم فحش توري لري.نکي مناج ٢

Loading...