fbpx

افغان ځواکونو په فراه کې دوه ایراني نظامیان نیولي

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جولای ۲۰۱۹ – د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وایې، دوه ایراني نظامیان چې له اجازې پرته د افغانستان خاورې ته دننه شوي وو، د افغان ځواکونو له لورې نیول شوي دي.

د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي د ایراني عسکرو نیول کېدل رسنیو ته تایید کړي، وایې چې دا ایراني نظامیان دوه ورځې وړاندې د فراه په سرحدي سیمه کې د افغان ځواکونو له یوه موټر او یوې داشکې سره نیولي دي.

فاروق بارکزی زیاتوي دا چې دغه ایراني عسکر ولې په غیر قانوني توګه د افغانستان خاورې ته را اوښتي دي په دې اړه به وروستي معلومات وروسته له پلټنو د رسنیو سره شریک کړي.

په همدې حال کې د فراه ولایتي شورا غړي شاه‌محمود نعیمي رسنیو ته دا خبر تایید کړی او د ایران دولت د غبرګون په اړه یې ویلي، “پرون په سرحدي ګډ بازار کې یو شمېر افغان کار کوونکي د ایران له لوري نیول شوي او د دې سیمې وارداتي برښنا هم پرې شوې وه. د ایران نظامي چورلکې هم د ایران خاورې په مرزي سیمه کې الوتنې کولې.

د سیمي اوسېدونکي بیا وایې چې دغه دوه تنه ایراني عسکر افغانستان ته د راتګ سره سم څو ورځې د فراه په دښتو ک پټ مېشت وو،چې وروسته افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ژوندي نیولي دي.

په فراه کې افغان ځواکونه اوس مهال د خلکو د شک ماتولو په پار په عملیاتو بوخت دي. چې ښایې نور ایراني عسکر هم افغانستان ته راوښتي وي.

خلک په دې ویره کې دي چې په دغې سیمه کې ایراني عسکرو ځیني مورچې نه وي جوړي کړي، د دوی پر وینا حکومت دې ژر تر ژره څېړنې وکړي تر څو حقیقت روښانه شي.

بلخوا د ایران حکومت بیا د خپلو سرتیرو په تړاو څه نه دي ویلي.

Loading...