fbpx

ولسمشر: کلیدي نقطه د ټاکنو امنیت او په ټاکلي وخت د ټاکنو ترسره کېدل دي

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جولای ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د کابیني په غونډه کې په راتلونکو ټاکنو هر اړخیز بحث وکړ هغه وویل یوه کیلدي نقطه چې زموږ د امنیتي ځواکونو او ټولو ملکي ادارو په اړه مطرح ده، د ټاکنو امنیت او پر ټاکلي وخت د ټاکنو ترسره کېدل دي.

له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې نن افغان ولسمشر د کابینې له غړو سره په دې ناسته کې په ټینګار سره وویل د ټاکنو په اړه دې هېڅ شک او شبهه نه وي، دا زموږ ملي دنده ده، دا زموږ قانوني وجیبه او اخلاقي ژمنتیا ده. په همدې اساس دې مسوولین په ټاکلي وخت د شفافو او ټولشموله ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هره اړینه مرسته وکړي.

ولسمشر غني وایې ما تل د ټاکنو لپاره مالي منابعو ته لومړیتوب ورکړی دی، دا واضح ضرورت دی، هره مالي ستونزه چې موجوده وي، پر وخت دې ورته توجه وشي او موږ په اساسي ډول ورته پاملرنه کوو.

ارګ وړاندې لیکلي ولسمشر وایې سوله او ټاکنې د یو بل متمم دي، خو د یو بل بدیل نه دي. د سولې هغه لارنقشه چې د افغانستان د سولې تاریخي لویې جرګې ټاکلې او ټول هغه اقدامات چې حکومت ترسره کړي او د بهرني سیاست له اړخه یې چې په تېرو دوو میاشتو کې زما کوم عمده وخت نیولی، له دې امله وو چې موږ وکولای شو تر جګړې د سولې لپاره لوی اتحاد جوړ کړو. دغه اتحاد د جوړېدو په حال کې دی.

محمد اشرف غني دغه راز وایې په اسلامي کنفرانس کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته زما له سفر نیولې تر شانګهای کنفرانس، تر انګستان او په ځانګړي ډول پاکستان ته، ټولو زمینه برابره کړه چې موږ ثابته کړو یو قانونمند نظام یوو او په اساسي قانون او ولسواکۍ متکي یوو.

ولسمشر وایې دا چې ټاکنې او کمپاینونه ډیر ژر پیلېږي د کابینې ټول غړي دي خدمتونو وړاندې کړي. هغه ورته په خطاب کې وویل ستاسې کار ټاکنې نه دي، د فرد په توګه آزاد یاست، کولای شئ هر چاته رایه ورکړئ، خو د لوړپوړو دولتي کارکوونکو په توګه نه مداخله کولای شئ او نه باید ټاکنې تاسې د خدمتونو له وړاندې کولو راوګرځوي.

Loading...