fbpx

په شمالي وزیرستان کې یو پاکستانی پوځي هلاک شوی

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جولای ۲۰۱۹ – د شمالي وزيرستان په خړکمر سيمه کې د یوې چاودنې له امله یو پاکستانی پوځي سرتېری هلاک شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني چارواکو پر وېنا د دې پېښې ترڅنګ د شمالي وزيرستان په ميرعلي سیمه کې د نجونو په یو ښوونځي د راکټ برید هم شوی وو ،چې په نتیجه کې یې درې پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي .

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر د خړ کمر پېښه تایید کړې او وایې نن سهار څلور پوځيانی چې په دغې سیمه کې په ګزمې یا په څارنې بوخت وو د یوه ماین ښکاري شوي دي.

چاوراکو ويلي له دغې پېښې وروسته په سیمه کې پلټنې پیل شوي دي .

د شمالي وزيرستان خړ کمر هغه سیمه ده چې څه وخت وړاندې هم پکې د پوځيانو په یوه موټر چاودنه شوې وه چې په هغې پېښه کې د درېو پاکستاني افسرانو په ګډون څلور سرتيري هلاک شوي وو.

د يادې پېښې وروسته په خړ کمر کې د لسو ورځو لپاره ګرځبنديز هم لګول شوی وو چې هلته یې د دې سیمي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

چارواکو بیا د دوهمې اړوند پېښې چې د انجونو په ښوونځي د راکټ په واسطه شوې وه وایې ښوونځي ته هیڅ کوم زیان نه دی اوښتی خو یوازې پکې درې پوځیان ټپیان شوي دي.

د یادولو ده په دې وروستیو کې د شمالي وزیرستان په بیلابیلو سیمو کې د چاودنو او بریدونو له امله په لسګونه
پاکستاني پوځیان هلاک شوي او لاهم دا بریدونه ورځ تر بلې زیاتیږي.

Your SEO optimized title page contents