fbpx

ایران کې د سپاه پاسداران درې سرتېري وژل شوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جولای ۲۰۱۹ – نن یو ځل بیا ایراني رسنیو خبر ورکړی دی چې د یاد هېواد په لویدیځ پیران ښار کې په یوه غلچکي برید کې د سپاه پاسداران درې سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د سپاه پاسداران ځواک یو مشهوره قومندان هم دا پېښه تایید کړې او ویلي دي، دا درې سرتېري هغه مهال ووژل شول کله چې وسله والو ترهګرو د دوی پر موټر برید ناڅاپي برید وکړ.

سپاه پاسداران وایي، کردي ملېشو د ایران او عراق ترمنځ سرحدي ښار پیران ته نږدې په یوه کلي کې د سپاه پاسداران دا درې سرتېري وژلي دي خو کردي ملېشو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم د ایران د بلوچستان په نیکشهر سیمه کې د پوځ پر یو لوی مرکز برید شوی وو، چې په نتیجه کې یې د ایراني پوځ یو تن وژل شوی وو او شپږ نور ټپیان شوي وو.

دغه راز څو میاشتې وړاندې هم د ایران په اهواز کې د پوځيانو د یو جشن پر مهال یو وسله وال برید شوی وو چې په نتیجه کې ۲۵ تنه پوځیان وژل شوي وو او او څه باندې ۷۰ تنه نور ټپیان شوي و.

د یادولو ده په دې وروستیو کې د ایراني سپاه پاسدارانو پر وړاندې وسله وال بریدونه ډیر شوي دي، دا پوځ په ځینو سرحدي سیمو کې له افغانستان ،پاکستان او د ترکې سره په پوله ډیری وخت له بریدونو سره مخ کېږي.