fbpx

د افغانستان کرکټ بورډ لپاره نوى اجراييوي رييس وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ لپاره نوى اجراييه رييس د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ ممبرانو له خوا وټاکل شو. د کرکټ بورډ د رسنيزې څانګې د خبر تر مخه، د رسنيو او بازارموندنې پخوانى منېجر لطف الله ستانکزى د افغانستان کرکټ بورډ نوى اجراييه رييس وټاکل شو.

د کرکټ بورډ د اجراييه رياست لپاره نن له يو شمېر کانديدانو سره مرکه ترسره شوه، چې په دغه مرکه کې د کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي او د کرکټ بورډ د بورډ ممبران شامل و، دوى له شارټ ليسټ شوو کسانو سره مرکه وکړه او په پاى کې لطف الله ستانکزى د افغانستان کرکټ بورډ نوى اجراييه رييس وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ چيرمېن عزيزالله فضلي له راتګ سره څه وخت وروسته هغه شفيق ستانکزى د اجراييه رياست له بست څخه ليرې کړ او د هغه په ځاى يې اسدالله خان د سرپرست په حېث وټاکه. اسدالله خان څو مياشتې د سرپرست په حېث اجراييه رياست باندې پاتې شو او د ژمنې سره سم له نړيوال جام وروسته د دغه بست لپاره نوى اجراييه رييس وټاکل شو.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ د کرکټ بورډ د بورډ ممبرانو له خوا د پخواني اجراييه رييس اسدالله خان، د پخواني غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي او د کرکټ لوبډلې د منېجر نويد صايم دندې تعليق شوې وې او د دوى لپاره د بورډ ممبرانو څخه يوه کمېټه ټاکل شوې وه، چې د دوى په اړه به څېړنه کوي چې په خپلو دندو کې خو به يې غفلت نه وي ترسره کړى.

د يادونې وړ ده چې د اجراييه رياست د چوکۍ لپاره ډېرو کسانو خپل اسناد جمع کړي و، چې ١٢ تنه پکې شارټ ليسټ شوي و او نن له هغه ټولو کسانو سره د کرکټ بورډ د چيرمېن او بورډ ممبرانو په حضور کې مرکې ترسره شوې، چې په پاى کې يې تر ټولو غوره کس لطف الله ستانکزى اعلان شو.

Your SEO optimized title page contents