fbpx

افتاب عالم باندې يو کال بندېز ولګېده

خبريال وېبپاڼه \ ١٠ جولايي ٢٠١٩: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکى افتاب عالم د يو کال لپاره له نړيوال او کورني کرکټ څخه کېنول شو. د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په وينا، چې دوى په افتاب عالم د يو کال لپاره بندېز ولګاوه او هغه نور يو کال په نړيوالو او کورنيو سياليو کې برخه نه شي اخيستى.

د کرکټ بورډ د رسنيو څانګې د خبر تر مخه، افتاب عالم په نړيوال جام کې له ډسپلين سرغړونه کړې وه، چې د کرکټ نړيوالې شورا هغه له لوبو منع او بېرته افغانستان ته راولېږه، خو له نورو څېړنو وروسته د کرکټ نړيوالې شورا افتاب عالم مجرم ثابت کړ او د هغوى د شواهدو په بنياد د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په افتاب عالم باندې د يو کال بندېز ولګاوه.

د نظم او ډسپلين کمېټې مسوولين وايي، چې افتاب عالم د يو کال لپاره په نړيوالو او کورنيو سياليو کې برخه نه شي اخيستى او همدا راز کرکټ بورډ ورسره د يو کال لپاره قرارداد هم ختم کړى دى.

د يادونې وړ ده چې افتاب عالم د نړيوال جام په ترڅ کې له ډسپلين سرغړونه کړې وه، چې بېرته افغانستان ته رالېږل شوى و، که څه هم کرکټ بورډ په دې اړه څه نه و ويلي چې افتاب عالم څه سرغړونه کړې وه، خو د کرکټ د مشهورې وېبپاڼې کريک انفو د يو راپور تر مخه، په افتاب عالم په انګلستان کې يوې نجلۍ دعوه کړې وه چې هغې ته يې لاس اچولى دى.

د کريک انفو ياد خبر په خپله افتاب عالم د خپلې رسمي فېسبوکپاڼې څخه رد کړ او وې ويل چې هغه هېڅ داسې کار نه دى کړى او دا د ده پر ضد يوه منفي پروپېګنډه ده چې د ده بدنامول غواړي. همدا راز د افتاب عالم مشر ورور تاج ملک عالم بيا په خپل يوه پوسټ کې د افغانستان کرکټ بورډ پخواني چيرمېن او په اسلام اباد کې افغان سفير عاطف مشعل باندې تور لګولى و، چې د افتاب عالم پر ضد يې دسيسه جوړه کړې ده.