fbpx

افتاب عالم يې نه مني، وايي د نجلۍ څه کيسه نشته

خبريال وېبپاڼه \ ١٠ جولايي ٢٠١٩: د افغانستان ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي افتاب عالم باندې د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې د يو کال لپاره بندېز ولګاوه او وې ويل چې د يو کال لپاره افتاب عالم په نړيوالو او کورنيو سياليو کې ګډون نه شي کولاى او همدا راز کرکټ بورډ ورسره يو کال قرارداد هم ختم کړو.

خو د کرکټ بورډ د دې پرېکړې نه لږ ساعت وروسته افتاب عالم په خپله رسمي فېسبوکپاڼه په يوه پوسټ کې ليکلي دي، چې دا پرېکړه ورته د منلو نه ده او دا ورسره د عقدې له مخې شوې ده.

هغه همدا راز په خپل دغه پوسټ کې ويلي دي، که چېرته دى مجرم ثابت شو، نو د ټول عمر لپاره به کرکټ پرېږدي. هغه وايي چې په ده لګول شوي تورونه ده د کرکټ نړيوالې شورا ته هم رد کړي دي او همدا راز د افغانستان کرکټ بورډ ته يې هم ياد تورونه رد کړي دي.

د يادونې وړ ده چې د نړيوال جام په ترڅ کې په انګلستان کې افتاب عالم کومې ځايي نجلۍ ته لاس وروړى و، چې هغه نجلۍ پرې شکايت کړى و او همدا لامل و چې افتاب عالم ژر بېرته افغانستان ته راولېږل شو.

که څه هم کومې رسمي سرچينې د دې خبرې پخلى نه دى کړى، چې افتاب عالم له کومې نجلې سره شخړه کړې، خو بيا هم دا خبره تر ډېره خپره شوې ده.

کله چې ياده خبره رسوا شوه او کريک انفو هم ياده خبره په ډاګه کړه نو له هغه وروسته افتاب عالم دا خبره رد کړه او وې ويل چې داسې هېڅ هم نشته او هغه هېڅ کومې نجلۍ ته لاس نه دى وروړى.

خو افتاب عالم په خپل تازه پوسټ کې دا هم وايي، چې د ډسپلين کمېټې ورته ويلي و چې د پنځه لوبو بندېز به پرې لګوي او نغدي جريمه به ترې اخلي، چې ده ورسره دا خبره په خپله هم منلې وه.

د کرکټ بورډ پرېکړه:

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکى افتاب عالم د يو کال لپاره له نړيوال او کورني کرکټ څخه کېنول شو. د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په وينا، چې دوى په افتاب عالم د يو کال لپاره بندېز ولګاوه او هغه نور يو کال په نړيوالو او کورنيو سياليو کې برخه نه شي اخيستى.

د کرکټ بورډ د رسنيو څانګې د خبر تر مخه، افتاب عالم په نړيوال جام کې له ډسپلين سرغړونه کړې وه، چې د کرکټ نړيوالې شورا هغه له لوبو منع او بېرته افغانستان ته راولېږه، خو له نورو څېړنو وروسته د کرکټ نړيوالې شورا افتاب عالم مجرم ثابت کړ او د هغوى د شواهدو په بنياد د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په افتاب عالم باندې د يو کال بندېز ولګاوه.

د نظم او ډسپلين کمېټې مسوولين وايي، چې افتاب عالم د يو کال لپاره په نړيوالو او کورنيو سياليو کې برخه نه شي اخيستى او همدا راز کرکټ بورډ ورسره د يو کال لپاره قرارداد هم ختم کړى دى.

د يادونې وړ ده چې افتاب عالم د نړيوال جام په ترڅ کې له ډسپلين سرغړونه کړې وه، چې بېرته افغانستان ته رالېږل شوى و، که څه هم کرکټ بورډ په دې اړه څه نه و ويلي چې افتاب عالم څه سرغړونه کړې وه، خو د کرکټ د مشهورې وېبپاڼې کريک انفو د يو راپور تر مخه، په افتاب عالم په انګلستان کې يوې نجلۍ دعوه کړې وه چې هغې ته يې لاس اچولى دى.

د کريک انفو ياد خبر په خپله افتاب عالم د خپلې رسمي فېسبوکپاڼې څخه رد کړ او وې ويل چې هغه هېڅ داسې کار نه دى کړى او دا د ده پر ضد يوه منفي پروپېګنډه ده چې د ده بدنامول غواړي. همدا راز د افتاب عالم مشر ورور تاج ملک عالم بيا په خپل يوه پوسټ کې د افغانستان کرکټ بورډ پخواني چيرمېن او په اسلام اباد کې افغان سفير عاطف مشعل باندې تور لګولى و، چې د افتاب عالم پر ضد يې دسيسه جوړه کړې ده.

Your SEO optimized title page contents