fbpx

د افغان ځواکونو په ورتګ سره طالبان له شاه جوی څخه په شا شول

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ جولای ۲۰۱۹ ـ د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو څلورو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې سختې جګړې وکړې او د شاه جوی بازار ته څېرمه ځینې حکومتي پوستې یې هم ونیولې، خو طالبان بیا هم په دې وتوانېدل چې د ولسوالۍ مرکز ونیسي. اوس چې بیا افغان ځواکونه دې ولسوالۍ ته ور روان دي، ډله ډله طالبان د شاه جوۍ له بازار څخه د تېښتې په حال کې لیدل شوي دي.
د شاه جوی یوه اوسېدونکي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې له طالبانو سره په جګړه کې شپږ افغان سرتېري او یوه نانوای ( ډوډۍ پخوونکی) شهیدان شوي دي او په مقابل لوري کې طالبان هم تلفات لري، خو د یادې ډلې وسله والو د خپلو ډېرو ملګرو جسدونه د جګړې له میدان څخه وړي، خو یوازې د یوه طالب مړی ترې پاتې شوی دی.
د شاه جوی اوسېدونکي وايي، د طالبانو په لیکه کې ځینې بهرني وسله وال هم لیدل شوي دي چې له طالبانو سره یې د افغان حکومت په ضد جګړه کې برخه اخیسته.
د شاه جوی د سقوط او نه سقوط اوازې څو اوونۍ وړاندې هم خپرې شوې، خو په سیمه کې د مخابراتي شبکو د فعالیت د بندېدو له وجې کره خبرونه تر رسنیو و نه رسېدل. که څه هم طالبانو اوازه خپره کړه چې یاده ولسوالي يې نیولې ده، خو د زابل والي رحمت الله یارمل هغه وخت د طالبانو دا ادعا رد کړه او وې ویل چې شاه جوی اوس هم د دوی په ولکه کې ده.
د زابل په شاه جوی کې د وروستیو پېښو په اړه طالبانو تازه څرګندونې نه دي کړي، خو د زابل یوه امنیتي چارواکي خبریال ته وویل چې د شاه جوی د تصفیه کولو په خاطر یې ګڼ سرتېري یادې ولسوالۍ ته استولي دي چې د عملیاتو په کولو سره به دا ولسوالي د طالبانو له وجوده پاکه کړه.
د افغانستان له جنوبي ولایت زابل څخه د ناامنیو خبرونه داسې مهال راځي چې تېره اوونۍ ولسمشر محمد اشرف غني یاد ولایت ته سفر درلود او د دې ولایت له اوسېدونکو سره په لیدنه کې یې ژمنه وکړه چې د زابل بیارغوونې ته به پام کوي. ولسمشر غني د نورو ژمنو ترڅنګ وویل چې په زابل ولایت کې به سرحدي کنډک اېجادوي چې د امنیت په راوستلو کې به ګټور تمام شي.
زابل چې د ډېورنډ کرښه یې ترڅنګ تېره ده، په همدې سبب طالبان په اسانۍ کولای شي دې ولایت ته له پاکستان څخه را واوړي او جګړه په کې وکړي، خو د زابل اوسېدونکي وايي، که د ډيورنډ په کرښه امنیتي سرتېري ډېر شي، دې ولایت ته به له پاکستان څخه د وسله والو راتګ سخت شي.

Loading...