fbpx

د مشعل دسيسې؛ نړيوال جام کې اصغر، نبي او راشد څه کول؟

خبريال وېبپاڼه \ ١١ جولايي ٢٠١٩: حقيقتونه او دسيسې هېڅ کله هم نه پټېږي، که نن خلکو ته ښکاره نه شوې نو سبا خو به حتماً راښکاره کېږي او ملت ته به هغه ټول تور مخونه او تور زړونه ښکاره شي، چې ملت ورته د اتلانو نومونه ورکول او هغوى د ملت له پاکو جذبو او احساساتو سره د خپلو ناوړه دسيسو لپاره ګټه پورته کوله او د خلکو په مخونو يې خاورې شيندلې او د ملت وياړ او وقار يې په نړيواله کچه بې ارزښته کاوه.

موږ چې وايو، چې مشعل، اصغر او ډلې يې کرکټ له تباهۍ سره مخ کړ، خو موږ يې ثبوتونه لرو، په اسلام اباد کې د افغان سفير عاطف مشعل يې له کرکټ سره څه، چې هغه سفارت پرېښى دى او ټول پام يې کرکټ ته اړولى دى؟ ولسمشر خو هسې هم ويده دى، هغه په دې ځان نه خبروي چې پاکستان ته ټاکلى سفير دې ټوله ورځ په کرکټ کې ګوتې وهي، هلته به دې سياست څوک کوي؟

ملي لوبغاړي ټول هېواد ته راستانه شوي دي، اوس ټولې خبرې ورو ورو څرګندېږي او زموږ سرچينو چې کوم تازه معلومات ترلاسه کړي دي، د هغې تر مخه کله چې به په نړيوال جام کې لوبه ترسره کېده، نو له لوبې مخکې عاطف مشعل له اصغر افغان، محمد نبي او راشد خان سره ښې اوږدې خبرې کولې، څه به يې ويل او ولې به يې ويل؟ دا بايد دا خلک ملت ته روښانه کړي.

د افغانستان د هرې لوبې له بايېللو وروسته به اصغر افغان، محمد نبي، راشد خان، سميع الله شينواري او د دوى نورې ډلې به خوشحالۍ کولې او له ځان سره به يې داسې پوچ توري کارول، چې دلته په ليکلو يې شرمېږم، دوى به ويل چې ګلبدين مو تباه کړ، خو دوى ته معلومه نه وه چې د ګلبدين د تباه کولو په دسيسه کې دوى ټول ملت تباه کړ، ځکه د ملت يې له کرکټه زړه ورتور کړ.

د تازه معلوماتو تر مخه، چې وايي، له پاکستانه د لوبې له بايېللو وروسته ګلبدين نايب، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي او نور هغه لوبغاړي چې د ملت او هېواد لپاره يې لوبه کوله، په سرو سترګو ژړل، ځکه چې دغه لوبې ورته بېخي ډېر اهميت درلوده، خو وايي چې اصغر، نبي، راشد، سميع او نورو خوشحالۍ کولې، اخر دوى د پاکستان په بريا او د افغانستان په ماته ولې خوشحالۍ کولې؟ دا پوښتنه بايد له دوى ټولو او ورسره له عاطف مشعل څخه وشي.

دا ټوله د عاطف مشعل ډله ده، بايد عاطف مشعل په دې اړه وپوښتل شي چې ولې يې لوبغاړي دې ته تيار کړي و چې په هره لوبه کې دې ماته وخوري، د لوبو له ماتو وروسته دې خوشحالۍ کوي، ولې به يې هر وخت له لوبغاړو سره خبرې کولې، اخر د ده څه کار و چې لوبډله يې په خپله خوښه روانه کړې وه؟

ملت چې له کوم سړي کرکټ ژغورلو، هماغه سړى (عاطف مشعل) يو ځل بيا کرکټ ته راغى او دا ځل به نه يوازې دا چې خپل ټول فساد او دسيسې پټې کړي، بلکې د کرکټ سره به داسې لوبې وکړي، چې کلونه کلونه به يې بيا د ښې ورځې تمه ونه لرو.

له ولسمشر غني مو هيله ده، چې په خپله دې په دې هر څه کې مداخله وکړي، مشعل او ورسره ياد لوبغاړي دې په خپله مخې ته کېنوي او ترې پوښتنه دې وکړي، چې ولې د دې ملت له جذبو سره يې خيانت کړى دى؟ دا کسان ټول بايد څارنوالۍ ته معرفي شي او ورته سخته سزا ورکړل شي، تر څو بيا څوک د دې هېواد او ملت په نوم رشخند ونه وهي.

ليکوال : بريالى زمرى

Loading...