fbpx

اکشى کمار په ګټه کې شاه رخ، سلمان او نور ټول شاته کړل

خبريال وېبپاڼه \ ١١ جولايي ٢٠١٩: د هندي فلمونو نوموتي ستوري اکشى کمار نور په اداکارۍ کې تل د خانانو نه وروسته راځي، خو دا ځل د پېسو په ګټلو کې اکشى کمار ټول خانان او د هندي سينما نور ټول ستوري شاته پرېښودل او تر ټولو زياتې پېسې يې وګټلې.

د نړيوالې مجلې (فوربز) له خوا هر کال د تېر کال د زياتو پېسو ګټونکو فلمي ستورو، سندرغاړو او سپورټي لوبغاړو يو ليسټ خپرېږي. په دې کال کې په دغه ليسټ کې په ټوله نړۍ کې د زياتو پېسو ګټونکې ټيلر سويفټ مخې ته راغلې ده. ټيلر سويفټ چې يوه امريکايي سندرغاړې ده، تېر کال يې د نړۍ تر ټولو فلمي ستورو او سندرغاړو زياتې پېسې ګټلي دي.

د فوربز مجلې د راپور تر مخه، ټيلر سويفټ د خپل هنر له مخې په تېر کال کې ١٨٥ ميليونه ډالر ګټلي دي. همدا راز تر نوموړې وروسته بيا دد کاسمېټک جوړونکي نړيوال شرکت مشر کيلي جينر راځي، چې هغه په تېر کال کې ١٧٠ ميليونه ډالر پېدا کړي دي. همدا راز نوموتي فوټبال لوبغاړي ليونيل ميسي په تېر کال کې ١٢٧ ميليونه ډالر ګټلي دي او په دغه ليسټ کې يې په څلورم مقام کې ځان ساتلى دى.

ټيلر سويفټ
امريکايۍ سندرغاړې ټېلر سويفټ

د نړۍ په تر ټولو زياتو پېسو ګټونکو فلمي ستورو، سندرغاړو او لوبغاړو کې بيا د هند څخه يوازې يو کس راغلى دى او هغه د هندي سينما څخه دى، دا بل څوک نه بلکې اکشى کمار دى، چې تېر کال يې ٦٥ ميليونه ډالر ګټلي دي او د فوربز مجلې په دغه ليسټ کې يې ٣٣م مقام خپل کړى دى.

د يادونې وړ ده چې اکشى کمار د نورو ستورو، لکه شاه رخ خان، سلمان خان، سېف علي خان، عامر خان او نورو په پرتله هر کال ډېرو فلمونو کې کار کوي، ياد ستوري په کال کې يو يا دوه کاله کې يو فلم جوړوي، خو اکشى کمار بيا په کال کې تر درې نيولې ٥ فلمونو پورې کار کوي، نو همدا لامل دى چې له نورو ډېرې پېسې ګټي.

په تېر کال کې اکشى کمار ٦٥ ميليونه ډالر د فلمونو او اعلانونو له جوړولو ترلاسه کړي دي، چې تر نورو ډېرو لويو نومونو په پرتله هم دا پېسې بېخي ډېري دي.

د يادونې وړ ده چې فوربز مجلې د ٢٠١٩ د زياتو پېسو ګټونکو کسانو د دغه ليسټ جوړولو په لړ کې د جون ٢٠١٨ نه تر جون ٢٠١٩ پورې حساب لګولى.

Loading...