fbpx

د نارينه و د شخصيت راز د هغوى د لاس په ګوتو کې پټ دى

خبريال وېبپاڼه \ ١١ جولايي ٢٠١٩: د لاس د کرښو په مرسته د خپل بخت معلومولو په اړه خو به تاسې ډېر څه اورېدلي وي، خو د نارينه و د لاس ګوتې د هغوى د شخصيت په اړه هم ډېر رازونه لري.

په نږدې ورځو کې د لاس د ګوتو په اړه يوه څېړنه ترسره شوې ده، چې پايله يې ډېره ښه وه، د همدې په اړه موږ هم تاسې ته په زړه پورې معلومات درکوو، چې تر دې مخکې به ترې نه واست خبر.

دا راز زموږ د شهادت ګوته او په هغه ګوته کې دى چې خلک پکې ګوتمه اچوي، چې هغې ته په انګليسي کې (رنګ فنګر) هم وايي، په دغه دواړو ګوتو کې ستاسو د شخصيت راز پټ دى، د دې ګوتو په جوړښت سره موږ ته معلومېږي چې انسان څه ډول شخصيت لري، خو په ياد ولرئ چې دا څېړنه يوازې د سړو يا نارينه و لپاره ده او د ښځو لپاره بېخي هم نه ده.

د سړو د ګوتو جوړښت په درې ډوله دى، چې په دې څېړنه کې دې درې واړه ډولونو ته د اې، بي، سي (A, B, C) نومونه ورکړل شوي دي او په دغه ډول بيل شوي دي.

اې A: د ګوتمې ګوته د شهادت له ګوتې اوږده وي:د ګوتو راز اې

د کوم کس چې د ګوتمې ګوته يا رنګ فنګر، چې په عام ډول پکې موږ ګوتمه په لاس کوو، د شهادت له ګوتې څخه اوږده وي، نو هغه ډېر ښايسته سړي وي. داسې کسان په زړه پورې وي، خو دوى ته غوسه هم ورځي او ښه ډېره غوسه، همدا راز خپل کار په تېزۍ سره کوي. همدا راز د هغه خلکو په پرتله چې د ګوتمې ګوته يې وړه وي، پېسې هم ډېرې ګټي.

بي B: د ګوتمې ګوته د شهادت له ګوتې وړه وي:د ګوتو راز بي

د کومو کسانو لاس چې داسې وي چې د ګوتمې ګوته يې د شهادت له ګوتې وړه وي، دا نارينه په ځان ډېر زيات باور لري او په خپل ځان ډېر ميين وي، له ځان سره ډېره مينه لري. داسې کسان په يوازې اوسېدو کې هېڅ مشکل نه لري، بلکې د دوى دا ډېر خوښېږي چې بل څوک يې تنګ نه کړي او نه هم د دوى په کارونو کې څوک ګوتې ووهي يا لاسوهنه وکړي.

خو که د داسې نارينه و د مينې په اړه خبره وشي، نو دوى مينې ته ډېر ارزښت نه ورکوي او نه هم د مينې په اظهار کې لومړيتوب کوي.

سي C: د ګوتمې ګوته او د شهادت ګوته دواړه يو برابر وي:د ګوتو راز سي

هغه څوک چې په خپل لاس کې داسې ګوتې لري، چې د ګوتمې ګوته يا رنګ فنګر او همدا راز د شهادت ګوته يې يو ډول برابرې وي، نو داسې کسان بيا ډېر ښه انسانان وي، دوى په مينه ژوند کوي او صادقه وي. د داسې کسانو په هره کړنه کې اعتدال وي، دوى د ډېر نرم او خوى خاوندان وي او خپل ټول کارونه په ډېر ښه او منظم ډول ترسره کوي.