fbpx

په لندن کې یو سړی له اسمانه ښکته را لوېدلی دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جولايي ۲۰۱۹ ـ په نړۍ کې عجیبه پېښې ډېرې کېږي، خو داسې پېښې هم شوي دي چې خلک یې حیران کړي دي، د ټېکنالوژۍ په راتګ سره د عجیبه پېښو کیسې نورې هم ډېرې شوې او خلکو داسې کانې وکړې چې پخوا نه وې شوې.

په تازه پېښو کې ویل کېږي یو کس په لندن کې له یوې الوتکې ښکته را غورځېدلی دی، یاد کس د الوتکې د ټایرونو په ماشین کې پټ شوی و چې هلته یخ وهلی او مړ شوی دی. د نوموړي جسد د لندن په یوه باغ کې ښکته رالوېدلی دی او نېږدې و چې یو بل کس هم ووژني.

یاد سړی چې له الوتکې څخه یې جسد څنګ ته پرېوتی وايي، په باغ کې د حوض غاړې ته پروت و چې ځان ته لمر ورکړي، خو په همدې وخت کې درز شو او یو جسد یې څنګ ته راولوېد. نوموړی شکر باسي چې جسد په ده نه دی را لوېدلی، کنه دی به یې هم هغې دنیا ته استولی و.

له الوتکې لوېدلی کس د افریقا لویې وچې د کینیا هېواد اوسېدونکی دی چې د یاد هېواد له پايتخت نیروبي څخه په الوتکه کې پټ شوی و، خو قسمت ورسره یاري و نه کړه او ژوندی لندن ته و نه رسېد.

د کینیا د هوايي ډګر مشر ګېلبرټ کېبې ویلي چې د کینیا هوايي ډګر ته د نورو کسانو ننوتل سخت دي او امنیت یې ټینګ دی، نو ځکه دی ویلی شي چې یاد کس د کینیا د نیروبي هوايي ډګر کارکوونکی دی. نوموړی وايي، د دې مسلې د روښانه کولو په خاطر څېړنې کوي چې ولې یو کس دومره رېسک اخیستی چې ځان یې د الوتکې په ماشین کې پټ کړی دی.

را لوېدلی کس په Kenya Airways الوتکه کې پټ شوی و او غوښتل یې انګلستان ته لاړ شي، خو لندن ته له رسېدو مخکې یخ وواهه او ښکته راولوېد، د نوموړي له لوېدلو وروسته پولیسو د الوتکې په ماشین کې یو وړوکی بکس، خواړه او اوبه هم موندلي دي.

 

له الوتکو څخه د هغو کسانو د لوېدلو پېښې پخوا هم لیدل شوي دي چې په غیر قانوني ډول الوتکو ته پورته شوي او ځانونه یې پټ کړی وو. دا کسان یا په هوا کې د اکسیجن د کمښت له کبله او یا هم دا چې یخ وهلي دي، ژوند یې بایللی او له الوتکې ښکته را خطا شوي دي.

د انګلستان په پلازمېنه لندن کې داسې پېښې پخوا هم شوې وې چې په ۲۰۱۲ کال کې د افریقا یو ځوان د الوتکې په ماشين کې پټ شوی و چې په لندن کې ځمکې ته را ولوېد او مړ شو، په دې ځوان پسې په ۲۰۱۵ کې یو بل مړی هغه مهال له الوتکې را ولوېد چې ځمکې ته ښکته کېدله.

Loading...