fbpx

انسټاګرام د سپکو او پوچو تبصرو د مخنيوي لپاره ګام پورته کړ

خبريال وېبپاڼه \ ١١ جولايي ٢٠١٩: د انځورونو نامتو ايپ انسټاګرام د سپکو او پوچو تبصره کوونکى پر وړاندې سخت ګامونه پورته کوي او اوس يې د دغه ډول کسانو د مخنيوي لپاره په انسټاګرام کې دوه نوې ځانګړنې ورزياتې کړي دي، دا به د هغه خلکو لپاره ډېر ګټور وي، چې له داسې خلکو سره ډېر مخ کېږي.

په دې کې يو فيچر يې داسې دى، چې کله هم څوک په تبصره کې پوچ يا سپک توري کاروي، نو انسټاګرام به ورته يادونه کوي، چې په دې تورو دې يو ځل بيا هم فکر وکړه، همدا راز دويم يې بيا د ريسټريکټ (Restrict) په نوم دى، چې ستاسو په پوسټ باندې تاسې کولاى شئ چې ځانګړي کسان له تبصرې ودروئ يا يې هم د هغوى له خبرولو پرته بلاک کړئ.

د روان کال د اپريل په مياشت کې په اېف اېټ کنفرانس کې د انسټاګرام شرکت مسوولينو ويلي و، چې دوى په ځينو نوو شيانو کار کوي، تر څو خلک د پوچو او سپکو تبصرو څخه منع کړي او يا هم دوى ته د دغه ډول کمنټونو پر مهال يادونه وکړي چې له داسې تورو مو لاس واخلئ.

کله چې هم يو څوک په تبصره کې پوچ يا سپک توري وکاروي نو دا پېغام ورته راځي ((ايا تاسې غواړئ چې دا پوسټ شي؟ موږ له خلکو غواړو چې په خپله تبصره بيا ځلې فکر وکړي، ځکه چې دا ډول تبصرې رپورټ کېږي.))انسټاګرام ١

د انسټاګرام مشر ايډم موسيري په خپل بلاګ په يوه ليکنه کې د دې نوي فيچر په اړه ويلي دي، چې د دې د لومړي ځل کارولو ډېره ښه نتيجه ورکړه، ځکه هر چا چې به په تبصره کې پوچ او سپک توري کارول، نو د دې پېغام له لوستو وروسته به يې د هغه تورو پر ځاى نور مناسب توري پېدا کول.

بل فيچر بيا د هغه خلکو لپاره ډېر ښه دى چې انلاين ورته ډېرى خلک بد رد وايي يا هم خلک هڅه کوي چې دړکې ورکړي، هغوى کولاى شي چې د دې فيچر څخه په ګټې اخيستنې داسې خلک بلاک کړي.

د انسټاګرام دا ځانګړنې اوس يوازې په يو څو هېوادونو کې کار کوي او ډېر ژر به په ټولو هېوادونو کې فعالې شي.

کله چې هم تاسې د ريسټريکټ له اپشن ګټه پورته کړئ، نو هغه څوک چې ستاسې په پوسټ باندې تبصره کوي، دا يوازې هغه کس ليدلى شي او يا يې تاسې ليدلى شئ، تر دې پورې چې تاسې پبلک يا عام کړى نه وي، همدا راز هغه کس ته هېڅ معلومات هم نه کېږي چې تاسې د هغوى تبصرې څارئ او عامه خپراوي ته يې نه پرېږدئ.انسټاګرام ٢

د ايډم موسيري په وينا، د انسټاګرام د دې بلاک له نورو بلاکونو سره توپير دا دى، چې په نورو ځايونو کې تاسې څوک بلاک کړ‌ئ نو هغه پوهېږي، خو دلته به هغه کس هېڅ کله هم پوه نه شي چې تاسې يې بلاک يا ريسټريکټ کړئ، ځکه ډېرى وخت چې تاسې يو څوک بلاک کړئ، نو حالات ورسره نور هم خرابېږي.

په انسټاګرام انلاين سپکه او پوچه ژبه ډېره کارېږي او د دې مخنيوى د انسټاګرام لپاره لوى سردردى دى، ځکه د دې تر ټولو زيات تاوان ځوانانو ته رسېږي، نو همدا لامل دى چې انسټاګرام په دې اړه ډېر جدي ګامونه پورته کوي.

Your SEO optimized title page contents