fbpx

د هندوستان لوبډلې فيزيو له دندې استعفا‌ ورکړه

خبريال وېبپاڼه \ ١١ جولايي ٢٠١٩: د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې فيزيوتراپيسټ يا ډاکټر پټرېک پرهارټ له هغې وروسته خپله دنده پريښوده چې لوبډله يې تيره ورځ د نيوزيلېنډ لخوا د نړيوال جام سيالیو بهر شوه.

هند لوبډله تيره ورځ په مانچسټر ښار اولډ ټرافورډ لوبغالي کې د نيوزيلېنډ لخوا په ۱۶ منډو توپير له سختې ماتې سره مخ شوه او د هند لوبډلې مخکې تګ سفر ته يې د پای ټکی کيښود.

د يادې سيالۍ وروسته د هند کرکټ ملي لوبډلې فيزيو په ټويټر کې د هند لوبډلې سره د خپلې دندې پای ته رسولو ټويټ وکړ.

نوموړي په خپل ټويټ کې ولیکل: ((د لوبډلې سره زما وروستۍ ورځ زما په ګټه تمامه نه شوه، نور غواړم چې خپله دنده پريږدم. زه د هند کرکټ بورډ څخه مننه کوم چې ماته يې دا فرصت برابر کړ چې د تیرو څلورو کلونو راهيسې د هند لوبډلې سره کار وکړم. زه د هند لوبډلې لوبغاړو او ټول سټاف ته په راتلوونکي کې د ښه بخت يا بري غوښتنه کوم.))

پرهارټ چې درې لسيزې د خپلې دندې مسلکي تجربه لري، په ۲۰۱۵ کال کې د هند لوبډلې سره يو ځای شوى و.

د هند او نيوزيلېنډ ترمنځ د سيمي فاينل مهمه لوبه چې د اورښت له کبله په دوو ورځو کې ترسره شوه، پکې د ويراټ کوهلي په مشرۍ کې هند لوبډلې د نیوزيلېنډ پياوړې لوبډله د ٨ ويکټو په تاوان په ٢٣٩ منډو را ايساره کړه، خو هند ياده سيالي په کم توپير بايلوده.

هندوستاني توپوهونکي په ياده سيالۍ کې د ماټ هېنري د توپ اچونې په وړاندې بې وسه و او نوموړي د ۳۷ منډو په بدل کې درې لوبغاړي وسوځول.

د هند لخوا ريويندرا جډېجا (۷۷) او مهندراسينګ ډهوني (۵۰) منډې جوړې کړلې، دواړو لوبغاړو ترمنځ ۱۱۶ منډې ملګرتیا ترسره شوه، خو په وروستيو کې لوبه هغه مهال بدله شوه چې مهندراسينګ ډهوني د نيوزيلينډي مارټن ګپټېل لخوا منډه کې وسوځېد.

د لوبې وروسته د هند لوبډلمشر ويراټ کوهلي د خبري کنفرانس پر مهال وویل ((کله چې په ۴۵ دقيقو کې دننه يوه خرابه لوبه تاسو له نړیوال جام بهر کړي، دا ډیره سخته وي. مونږ د دغه ټورنامينټ په اوږدو کې ښه کرکټ ترسره کړ، زمونږ د شاټونو انتخاب ښه و، خو کریډيټ نيوزيلینډي توپ اچوونکو ته ورکوم چې مونږ يې را ايسار کړو، په رښتيا هم نيوزیلینډ د یادې سيالۍ ګټلو حقداره و.))

هند د سيمي فاينل لوبې وړاندې په نړيوال جام سيالیو کې په ښه فوم کې روان و چې له ۸ سيالیو يې ۷ ګټلې وې او د نيوزیلینډ سره لوبه يې د اورښت له امله مساوي پای ته رسيدلې وه.

راپور : عزيزالله عزيزي

Your SEO optimized title page contents