fbpx

ګلبدين نايب: ژر به ملت سره وروستۍ ناخوالې شريکې کړم

خبريال وېبپاڼه \ ١١ جولايي ٢٠١٩: د ٢٠١٩ نړيوال جام پاى ته رسېدو او په دغه نړيوال جام کې افغانستان د کومې لوبې بريا نه ترلاسه کول او همدا راز د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى چيرمېن او په اسلام اباد کې افغان سفير عاطف مشعل کرکټ بورډ ته د بورډ د ممبر په توګه له راتلو وروسته په کرکټ کې ډېر بدلونونه راغلي دي او ډېرى خلکو له رسنيو سره د حقيقتونو د خپرولو په اړه پوسټونه کړي دي.

خو تازه اوس د ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلبدين نايب په خپل رسمي ټويټر باندې په خپل يوه ټويټ کې ليکلي دي، چې له ملت سره به وروستۍ ناخوالې او د دغه ناخوالو د حل لارې ژر شريکې کړي.

په نړيوال جام کې د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ ستر مسووليت ګلبدين نايب ته سپارل شوى و، خو کومې هيلې چې له افغان لوبډلې څخه په نړيوال جام کې کېدې، هغه ډول لوبې ترسره نه شوې او ځينې لوبې خو داسې هم وې، چې افغانستان ګټلې لوبې وبايېللې، خو لا هم ډېر څه شته چې ملت ته روښانه نه دي.

ګلبدين نايب په خپل ټويټ کې ليکلي دي: ((ګرانو هیوادوالو! د دې لپاره چې د ملې لوبډلې د کپتان چې یو ستر او ویاړلى مسولیت دى. په پوره توګه درناوی شوی وي د ټول ملت سره به په وروستیو ناخوالو او د هغه لپاره د حل پر لارو خبرې شریکې کړم. تل دې وي افغانستان))

خبريال ډاټ کام ته ځينو نږدو سرچينې دا هم ويلي و، چې ګلبدين نايب ويل چې له پاکستانه د لوبې د ګټلو وروسته دوى په سرو سترګو ژړل، خو محمد نبي، راشد خان، اصغر افغان او سميع الله شينواري خوشحالۍ کولې. همدا راز د يادونې وړ ده چې ځينو سرچينو دا هم ويل چې يادو څلورو لوبغاړو قصداً لوبه نه کوله او په هره لوبه کې د ماتې خوړلو وروسته به يې خوشحالي کوله.

دا هم ولولئ:

د مشعل دسيسې؛ نړيوال جام کې اصغر، نبي او راشد څه کول؟

افتاب عالم يې نه مني

تاج ملوک: عاطف مشعل کرکټ د تباهۍ په لور روان کړى

خبريال ډاټ کام ته ځينو سرچينو دا هم ويلي و، چې په پاکستان کې افغان سفير، چې هغه مهال د کرکټ بورډ ممبر لا نه و ټاکل شوى له يادو څلورو لوبغاړو سره به يې خبرې کولې او په کرکټ کې د ټولو دسيسو شاته د عاطف مشعل لاس پروت دى.

د يادونې وړ ده چې په افتاب عالم هم د يو کال لپاره بندېز ولګېده، چې هغه په خپل پوسټ کې عاطف مشعل ته ګوته ونيوله، تاج ملک عالم هم په عاطف مشعل پسې پوسټ کړى و، همدا راز سرپرست پخواني اجراييه رييس اسدالله خان هم د حقايقو د خپرولو خبره کړې وه، خو زيات امکان دا و چې د عاطف مشعل په اړه ځينې حقيقتونه څرګند کړي او همدا راز نور هم ډېر څه روان دي چې تر شا يې د عاطف مشعل لاس دى.

يو شمېر کسانو خبريال ډاټ کام ته دا هم ويلي دي، چې عاطف مشعل چې په پاکستان کې برحاله افغان سفير دى، سفارت يې پرېښى دى او په کابل کې ناست دى د کرکټ په چارو کې لاسوهنې کوي.

خو اوس خبره ټوله ملي لوبډلمشر ګلبدين نايب ته پاتې ده، چې هغه به د وروستيو ناخوالو په اړه کوم حقيقتونه ملت ته روښانه کړي او دا چې حل لارې به يې څه وي.

Loading...