fbpx

روسیې د بین الافغاني غونډې هرکلی کړی

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جولای ۲۰۱۹ – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د بین الافغاني غونډې هر کلی کړی دی او وایي دا د مسکو د غونډې دوام دی.

ددغه وزارت ویاندې ماریا زخارووا په خپلو وروسیتو څرګندونو کې ویلي دوی هیله لري چې د افغانستان ستونزه د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ حل کړل شي او دلته روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسول شي.

د نوموړې په خبره د دوحې بین الافغاني غونډه او ددې غونډې دوام په افغان سوله کې خورا مهم او ګټور ګام دی او دغه لړۍ باید ادامه پیدا کړي.

له روسیې وړاندې افغان حکومت هم د سولې په اړه د قطر د بین الافغاني غونډې د خپرې شوې اعلامیې هرکلی وکړ

دوه ورځې وړاندې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، د سولې په اړه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو په پایله کې پیل شوې خبرې مثبت لور ته روانې دي.

په دوحه کې تر ډیره له افغانستانه تللي پلاوي بحث په روانې جګړې، د تلپاتې سولې، د سیاسي او ټولنیز عدالت، د خلکو د اساسي حقوقو د خوندیتوب، ملي وحدت او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه ترسره شو دوی خپل نظرونه له طالبانو سره شریک کړل.

بلخوا د ډیری سیاسیونو پر وینا د دوحې بین الافغاني ناسته د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو یوه هڅه وه چې وشوه.

د رسیې ترڅنګ جرمني او قطري چارواکي بیا وایې یوازې افغانان خپل برخلیک ټاکلی شي او دغې ناستې هغه فرصتونه او لارې چارې په ډاګه کړې چې د مخامخ خبرو په برخه کې مرسته کولی شوه.

د یادولو ده دوه ورځې وړاندې د طالب استازو سره بین الافغاني ناسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه چې له افغانستان څخه د سولې عالي شورا غړي، د مدني ټولنې او ښځو استازي، پخواني چارواکي او د یوشمېر سیاسي ګوندونو استازي ورغلي وو.

په دې ناسته کې د افغان حکومت په استازیتوب هیچا هم ګډون ونکړ خو یوازې هر ګډونکوونکی د یو فرد په توګه د د سولې په تړاو خپل نظرونه سره تبادله کړل.

Loading...