fbpx

د کرکټ بورډ له نوي اجرائیوي رئیس سره اشنا شئ

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جولای ۲۰۱۹ ـ د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ اعلان وکړ چې د دې ادارې د رسنیو او بازارموندنې مخکېنی مسوول لطف الله ستانکزی یې د کرکټ بورډ د اجرائیوي رئیس په توګه ټاکلی دی. د کرکټ بورډ د اجرائیوي ریاست لپاره دوست محمد نظري، محمد ولي مینه ناک، مشرف شیرزاد، رئیس احمدزی، لطف الله ستانکزی، فردوس غني ستانکزی، نظیم جار عبدالرحیمزی او شاهد الکوزی نوماندان وو چې په پایله کې یې لطف الله ستانکزی په دې بریالی شو چې د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس شي.

هغه معلومات چې موږ په کرکټ بورډ کې د لطف الله ستانکزي له همکارانو ترلاسه کړي، ښيي چې نوموړی په کار کې جدي کس دی او د بانډونو او بنډارونو سړی نه دی. د معلوماتو له مخې لطف الله ستانکزی په لوګر ولایت کې زېږېدلی دی او د ښوونځي زده کړې یې هم په لوګر او پېښور کې کړي دي. لېسانس یې د تجارت د مدیریت په برخه کې د لندن له کوین ماري پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی او ماسټري یې هم د مدیریت په برخه کې د لندن په شاهي پوهنتون کې کړې ده.

لطف الله ستانکزي تر دې مخکې له نړیوال موسسو سره کار کوه چې وروسته د زده کړو پسې انګلستان ته لاړ او له لېسانس او ماسټرۍ وروسته بېرته کابل ته راستون شو.

نوموړی د ۲۰۱۷ کال په مۍ میاشت کې د کرکټ بورډ د رسنیو او بازارموندنې مسوول وټاکل شو او تر میاشت مخکې یې همدا دا دنده مخکې وړله، خو عزیزالله فضلي نوموړی د افغان پریمیرلیګ برخې ته بدل کړ.

کله چې کرکټ بورډ د اجرائیوي ریاست پوست اعلان کړ، لطف الله ستانکزی د هغو اتو کسانو له ډلې څخه و چې دې پوست ته یې اپلای وکړ او په پایله کې یې ګټوونکی هم شو.

د ستانکزي په اړه ویل کېږي چې د عاطف مشعل د ډلې سړی دی او د نوموړي په هڅو د کرکټ بورډ اجرائیوي ریاست ته ورسېد، خو همکاران یې وايي چې ستانکزی له مشعل سره پخوانۍ اړیکه نه لري او کرکټ بورډ ته په راتګ سره د دې اداري له پخواني رئیس عاطف مشعل سره اشنا شوی دی.

دغه ډول په نوموړي د د کرکټ بورډ د پخواني اجرائیه رئیس شفیق ستانکزي او  د ملي لوبډلې د پخواني کېپتان اضغر افغان د خپلوۍ او بانډ تور هم ور پورې دی، خو لطف الله ستانکزی سره له دې چې له دوی سره د خپلوۍ رشته نه لري، بلکې مخالف یې هم بلل کېږي.

لطف الله ستانکزی داسې مهال د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس ټاکل کېږي چې په افغان کرکټ بورډ او ملي لوبډله کې د جنجالونو خبرونه ورځ تر بلې ډېرېږي. دا به د نوموړي لپاره یوه ستره ننګونه وي چې په کرکټ بورډ او لوبډله کې همغږي رامنځ ته کړي او وکولای شي لوبډله د بریاوو لور ته بوځي.

لیکوال: عبدالرحیم پکتین

Loading...