fbpx

په پاکستان کې دوه ټرافیکي پېښو ۲۳ کسان مړه کړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جولای ۲۰۱۹ – نن له غرمې وړاندې د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د یو مسافر وړونکي بس چپه کېدو په پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په یاد بس کې ۵۹ کسان سپاره وو دغه پېښه اټک سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده. د ځایي چارواکو په خبره، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

دغه راز پنجاب څخه کوټې ته په لار په یوې بلې ټرافیکي پېښه کې چې د یو اورګاډي د ټکر له امله رامنځته شوې پکې ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

پاکستاني چارواکي وایې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو اورګاډی له پنجاب نه کوټې ته د تلو په حال کې و او په رحیم یار خان سیمه کې یې له یو بل اورګاډي سره ټکر وکړ.

په دې پېښه کې هم لس کسان مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. د یادې سیمې د پولیسو مشر په یاده پېښه کې د لسو کسانو د مړینې او د ۳۵ نورو د ژوبلېدو پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په ټکر شوي اورګاډي کې ممکن نور کسان هم مړه شوي وي.

د دې پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي. ویل کېږي چې یاده پېښه د اورګاډي چلونکو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده.

د یادولو ده په دې وروستیو څو میاشتو کې په پاکستان کې ټرافیکي پېښور زور اخیستی، ډیری خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده د حکومت پر وینا د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله دا پېښې رامنځته کېږي

Loading...