fbpx

چین د کندهار میرویس روغتون په نړیوالو معیارونو برابروي

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جولای ۲۰۱۹ – چین خبر ورکړی چې په کندهار کې په چینایي شفاخانې مشهور میرویس روغتون په نړیوالو معیارونو برابروي.

په افغانستان کې د چین سفیر لیو جين سونګ دا خبره کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د میرویس روغتون د لېدنې پر مهال کړې ده.

هغه ویلي د میرویس روغتون به نور هم ښه او معیاري کړي هغه ژمنه وکړه چې په ټول توان به هڅه وکړي تر څو دا روغتون په نړیوالو معیارونه برابر کړي.

لیو د روغتون د لیدنې پر مهال ویلي د دې روغتون ټولې اړتیاوې له ځان سره لیکلي ترڅو ورته ښه پلان جوړ کړي او دا روغتون په یوې نوې بڼه یو ځل بیا راښکاره شي.

هغه وړاندې وایې چین هڅه کوي چي دا روغتون پر معيار برابر او روغتيايي خدمات يې ډير کړي، څو په روغتیایي برخه کې د خلکو ستونزې راکمې کړي.

لیو وایې چې کندهار ولایت ته یې د سفر له موخو څخه یوه هم دا وه چې دلته شته روغتيايي وضعيت و ارزوي تر څو په راتلونکي کي چین خپلي مرستي نورې هم پراخې کړي او ورته ځایونو کې مصارف کړي.

د چین سفیر داهم ویلي اوس هم په کندهار کې تر ټولو مخکښ روغتون د میرویس روغتون یاديږي په دې کې ښه روغتیایې خدمات ترسره کيږي، خو دی غواړي چې روغتون نور هم ښه او معیاري شي.

د سیمه ییزو خلکو پر وینا د میرویس روغتون په کندهار ولایت کې د چین هېواد له خوا جوړ شوی دی چې نسبت نورو روغتونونو ته یې خدمات د پام وړ ښه دي او دوی ترې خوښ دي.

چین په افغانستان کې له کلونو راهیسي په سیاسي، اقتصادي روغتیایې، ښوونیزو او نورو ملکي، حکومتي چارو کې هر اړخیزي مرستې کوي.

دوی په افغانستان کې د نورو پروژو ترڅنګ ،روغتونونو ښوونځي او نور هغه اړین کارونه چې په اوسني وخت کې ورته ضرورت وي ترسره کوي.

دغه راز چین د افغان حکومت سره په حکومتي چارو کې هم کلک ملاتړ کوي دوی په افغان سوله کې هم مهم رول لوبولی دی.

Loading...