fbpx

پاکستان کې د ګرانۍ له امله نانوايانو تنورونه تړلي

خبريال وېبپاڼه \ ١١ جولايي ٢٠١٩ – پېښور: په پاکستان کې د عمران خان د نوي حکومت له راتګ وروسته په دغه هېواد کې ګراني ورځ تر بلې زياتېږي، چې اوس يې حالت دې ته رسېدلى دى چې د خېبر پښتونخوا نانوايانو د ډېرې ګرانۍ له امله خپل تنورونه تړلي او ويلي يې دي چې که ډوډۍ په ١٥ کلدارې نه شي، نو دوى خپل کاروبارونو بندوي.

د يادونې وړ ده چې په پېښور او شاوخوا ښارونو کې نانوايانو د دې امله خپل دوکانونه تړلي دي، چې دوى غوښتنه کوي چې د ١٥٠ ګرامو پخې ډوډۍ بيه دې ورته پنځلس کلدارې وټاکل شي، ځکه دوى وايي ګراني تر دې حده ورسېدله چې دوى په اوسني بيه باندې پرته له تاوان هېڅ نه شي ترلاسه کولاى.

په پاکستان کې چې کله د عمران خان حکومت راغى او هغه لومړى وزير شو، نو د خلکو ډېرې هيلې وې چې ګراني به راکمه کړي، کاروبارونه به زيات کړي او غريبو خلکو ته به په ژوند کې اسانتياوې ورکړي، خو کيسه د هغې برعکس شوه، ځکه چې د عمران خان له حکومت راتګ سره وروسته ورو په ورو ګراني ډېرېده، چې خلک يې په دې تمه کېنولي و چې ارزاني راځي، خو ارزاني رانغله او د ګرانۍ له امله د خلکو ژوند تېرول سخت شو.

په پاکستان کې تېره مياشت د نوي بوديجې له پاس کېدو وروسته په دغه هېواد کې ګراني نوره هم زياته شوه، يو امريکايي ډالر ١٦٢ کلدارو ته پورته شو او د ډېرې ګرانۍ له امله واړه واړه کاروبارونه له تباهۍ سره مخ شوي دي. حکومت غريب خلک نور هم در په دره کړل، ځکه چې د ګرانۍ ټول زور غريبو خلکو ته رسېږي.عمران خان

همدا راز د پېسو نړيوال صندوق پاکستان ته د نورې قرضې ورکولو ژمنه هم کړې ده، خو شرط يې ورسره دا هم ايښى دى، چې په خپل هېواد کې به ټېکسونه زياتوي، تر څو بېرته پېسې راپېدا کړي، نو چې ټېکسونه څومره زياتېږي، دومره به ګراني ورسره نوره هم زياتېږي.

خو نن ورځ په ټوله خېبر پښتونخوا کې نانوايانو خپل تنورونه تړلي او غوښتنه کوي چې د ١٥٠ ګرامو پخې ډوډۍ بيه دې ورته ١٥ کلدارې وټاکل شي. د خېبر پښتونخوا د نانوايانو ټولنې مشر وايي، چې ګاز ګران شوى، برقونه ګران شوي، د اوړو په بوجۍ کې له زر کلدارو څخه ډېره ګراني راغلې ده، خو زموږ پخه ډوډۍ نه ګرانېږي. هغه وايي چې په اوسني بيه دوى ته تاوان دى او تر څو چې د دوى ياده غوښتنه نه وي منل شوي، دوى به تنورونه همداسې تړلي وي.

همدا راز په ټول پاکستان کې تاجرانو هم په ١٣مه نېټه د لاريون اعلان کړى دى او له ټولو کاروباري خلکو يې غوښتنه کړې ده چې په ټول پاکستان کې دې په ١٣مه جولايي لاريون وکړي. دوى وايي چې په دغه ورځ به هېڅوک خپل کار ته نه ځي او ټول کارونه به تړل شوي وي. دوى وايي چې حکومت پرې ډېر ظالمانه ټېکسونه لګولي دي، چې دا ليرې نه شي نو د دوى لاريون به روان وي.هړتال

د يادونې وړ دا هم ده چې عوامي نېشنل ګوند هم د خېبر پښتونخوا په زياتره ښارونو کې د حکومت پر ضد له تېرو څو ورځو راهيسې لاريونونه او غونډې ترسره کړي او دوى هم له ګرانۍ څخه سر ټکولى او په حکومت يې نيوکې کړي دي چې حکومت له غريب د ژوند تېرولو حق هم اخلي.