fbpx

پاکستان برېتانيه کې له خپلو وګړو غوښتي چې د پي ټي اېم مخه ونيسي

خبريال وېبپاڼه \ ١١ جولايي ٢٠١٩: د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په برېتانيه کې د پاکستانيانو په يوه غونډه کې ګډون کړى دى او هلته يې له خلکو څخه غوښتي دي، چې په برېتانيه کې دې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلويانو مخه ونيسي او دوى دې ته نه پرېږدي چې د پاکستان نوم بدنام کړي.

پاکستاني رسنۍ بيا وايي، چې دغه غونډه پاکستاني پښتنو د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي لپاره راجوړه کړې وه، چې هغه ته يې پکې د پښتنو پګړۍ هم ور په سر کړه.

خو ويل کېږي چې دغه غونډه په اصل کې پاکستانيانو راجوړه کړې وه، چې يو شمېر پاکستاني پښتانه هم پکې و، پاکستاني پښتانه په اصل کې د دې لپاره راغونډ شوي و، چې په اروپايي هېوادونو کې مېشتو پښتنو ته دا پېغام ورکړي، چې پښتانه پاکستانيان دي او د پاکستان سره کلک اوږه په اوږه ولاړ دي، له همدې امله دوى د پښتنو شمله يا پګړۍ هم د پاکستاني د بهرنيو چارو وزير ته ور په سر کړه.

په دغه غونډه کې شاه محمود قرېشي له خلکو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې په اروپايي هېوادونو کې ځينې پښتانه خلکو ته غلط فکرونه ورپېچکاري کوي او بايد له دوى څخه پوښتنه وشي، چې دوى د چا په اېجنډا کار کوي او ولې د پاکستان د بدنامۍ لپاره له خلکو څخه پروژې اخلي.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د پښتنو سره د بد وضعيت له امله پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د حقونو غوښتو لپاره راپورته شوى تنظيم دى، چې ډېرى مشران يې اوس په پاکستاني زندانونو کې بد وخت تېروي، خو د غورځنګ مشر او پلويان وايي، چې دوى به هېڅ کله هم د تشدد لار خپله نه کړي.

همدا راز په اروپايي هېوادونو کې مېشت پښتانه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ وخت نا وخت غونډې جوړوي او نړيوالو ته د پښتنو د غږ رسولو هڅه کوي او له نړيوالو غوښتنه کوي چې د پاکستان د ظلمونو پوښتنه دې وکړي، چې ولې له بې وسلو پښتنو سره يې داسې ستر ظلمونه روان کړي دي.