fbpx

له نړيوال جام اسټراليا بهر شوه، انګلستان او نيوزيلېنډ پايلوبې کې مخامخېږي

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ جولای ۲۰۱۹- د کرکټ یو ورځنیو سیالیو د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د نیوزیلینډ وروسته انګلستان هم پایلوبې ته لار پیداکړه.

له دې وړاندې د روانې جولای میاشتې په نهمه او لسمه نېټه هند له نیوزیلینډ څخه په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ماتې خوړلې وه، چې نن د جولای په یوولسمه اسټرالیا لوبډلې بیا د انګلستان لوبډلې څخه ماتې ومنله او د نړیوال جام پایلوبې څخه بهر شوه.

اوس نو د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پایلوبې ته نیوزیلینډ او د انګلستان لوبډلو لار پیداکړه، دواړه لوبډلې به د کرکټ په کور لارډز تاریخي لوبغالي کې یاده پایلوبه د زرګونو نندار
چیانو پر وړاندې ترسره کړي.

په ننۍ دوهمه نیمه پایلوبه کې د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه د اسټرالیا توپ وهونکي نن د انګلستاني توپ اچوونکو پر وړاندې په پوره توګه پاتې راغله. دې لوبډلې په توپ وهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره کوربه انګلستان ته د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه.

د اسټرالیا لپاره په توپ وهنه کې سټیو سمېت تر ټولو ډیرې ۸۵ منډې جوړې کړې ، دغه راز الېکس کیري ۴۶ او په وروستیو کې چټک توپ اچوونکي مېچل سټارک ۲۹ منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د انګلستان لوبډلې لپاره نن په توپ اچونه کې کرېس ووکس او عادل رشید درې درې مهم لوبغاړي وسوځول، دغه راز جوفرا ارچر دوه او مارک ووډ هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

کوربه انګلستانۍ لوبډلې ټاکل شوی د ۲۲۳ منډو هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۳م اور کې پوره کړ او په نیمه پایلوبه کې یې دفاعي اتلې لوبډلې اسټرالیا ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه چې په دې سره د نړیوال جام پایلوبې ته یې لار وموندله.

د انګلستان لپاره په توپ وهنه کې جاني بریسټو او جیسن روی ښه پیل وکړ جیسن روي تر ټولو ډېر ۸۵ منډې جوړې کړې، دغه راز بیرسټو بیا ۳۴ منډې وکړې د دې لوبغاړو د سوځېدو وروسته جیو روټ ۴۹ منډې او ایوین مورګن بیا ۴۵منډې جوړې کړې چې لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله.

د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې پاټ کمېنس او مېچل سټارک یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ دواړو لوبغاړو د لوبې پیلیز توپ وهونکي وسوځول،خو له هغې وروسته کوم توپ اچونکي ویکټ ترلاسه نکړه.

یاده سیالي انګلستان په اته ویکټو وګټله چې د جولای په ۱۴ مه نېټه به د یکشنبې په ورځ له نیوزیلینډ سره د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پایلوبه تر سره کړي.