fbpx

ولسمشر د کرکټ بورډ د ستونزو حل لپاره د عاجل اقداماتو امر وکړ

خبريال وېبپاڼه \ ١١ جولايي ٢٠١٩ – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي او د کرکټ بورډ له غړو سره وکتل او د افغانستان د کرکټ بورډ د وضعیت په اړه یې د هغوی ارزونه او راپور واورېد.

په کرکټ بورډ کې د بدلونونو او لانجو وروسته دا د ولسمشر غني سره د کرکټ بورډ د چيرمېن او د بورډ غړو لومړۍ ليدنه ده.

په ياده ليدنه کې د افغانستان د کرکټ بورډ غړو وویل، د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالیو پر مهال او تر هغه وروسته د افغانستان د کرکټ وضعیت وارزول شو او د ملي ټیم د ښه کېدو لپاره ځینې اقدامات ترسره شوي دي.

وروسته ولسمشر غني د هېواد د کرکټ ملي ټیم او د افغانستان کرکټ بورډ د هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل، د کرکټ ملي ټیم تل د افغانستان لپاره لویې لاسته راوړنې او ویاړونه راوړي دي او د ملي ټیم بری د خلکو لپاره یوه مهمه موضوع ده. جمهوررئیس زیاته کړه چې کرکټ د خلکو ملي پانګه ده او د هغه د وضعیت د ښه والي لپاره باید پانګونه پرې وکړو.عزيزالله فضلي

ولسمشر غني په کرکټ بورډ کې ستونزو ته په اشارې وویل، د کرکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې او اړتیاوې دې جدي وارزول شي او د رفع کېدو لپاره دې عاجل اقدامات وشي. هغه زیاته کړه: دا د بورډ مسئولیت دی چې د ټیم د ښه ځلېدو د هڅو ترڅنګ په ټیم کې نظم او اتحاد وساتل شي.

ولسمشر غني وویل، موږ د شل اوریزو نړیوال جام سیالۍ په مخکې لرو او په هغه کې د بریالي کېدو لپاره باید لازم تیاری ونیول شي. جمهوررئیس څرګنده کړه، کرکټ باید د یوې ملي پانګې په توګه سرتاسري شي او د ودې لپاره یې لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه ترتیب شي.

Loading...