fbpx

د خپل مامور لور سره د واده لپاره قتل کوونکى ميلياردر زنداني شو

خبريال وېبپاڼه \ ١١ جولايي ٢٠١٩: د هند ميلياردر او ستر کاروباري کس ٧٢ کلن راج ګوپال د زندان نه د بچ کېدو لپاره ١٥ کاله محکمو ته بېلا بېل درخواستونه وکړل او د خپلې ناروغۍ په بهانه يې ځان وساته، خو اخر هم پوليسو ته تسليم شو.

د هند د تامل ناډو ايالت ميلياردر راج ګوپال د هند په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د (سرونا بهون) په نوم له پنځه درځونو زيات هوټلونه لري او هغه يو له لويو کاروباري کسانو څخه شمېرل کېږي. د په (سرونا بهون) نومي هوټلونو کې ډېرى هندي خوراکونه وي، خو د دغه هوټل تر ټولو مشهور خوراک (ډوسا) ده، چې د هند په تامل ناډو کې ځايي خوراک دى.

د راج ګوپال په هوټلونو کې ډېره خوندوره ډوسا ورکول کېږي، نو د دې لپاره هغه ته (ډوسا کنګ) يا (د ډوسې پاچا) هم ويل کېږي او دا نوم ده ته په تامل ناډو کې ورکړل شوى دى.

په راج ګوپال دا تور دى چې هغه په ٢٠٠١ کال کې د خپل هوټل د مرستيال منېجر له لور سره واده کول غوښتل، خو د هغه د مامور لور د راج ګوپال په ځاى له هغه چا سره واده وکړ چې مينه يې ورسره کوله.جيوا جوتهي

له دې وروسته راج ګوپال په چنايي کې د خپل مامور ٢١ کلنه لور جيوا جوتهي او د هغې خاوند اختطاف کړل او د جيوا جوتهي د خاوند مړى بيا په يوه ځنګل کې پوليسو ومونده، د ځينو شهادتونو په رڼا کې پوليسو د (سرونا بهون) هوټل مالک راج ګوپال سره د ٨ نورو کسانو سره ونيوه او محکمې ته يې وړاندې کړ.

محکمې په ٢٠٠٣ کال کې راج ګوپال او د هغه سره ٨ نورو کسانو ته د جيوا جوتهي د خاوند د قتل په تور ١٠ کاله سزا واورله، چې ياده پرېکړه راج ګوپال د مدراس (چنايي) محکمې کې چېلنج کړه. هلته د راج ګوپال ١٠ کاله سزا په عمري بند بدله شوه او هغه بيا په ستره محکمه کې عريضه وکړه، چې هلته هم ياده جزا اعلان شوه.

له دې هڅو وروسته چې هم هغه څه لاسته رانه وړل، نو يې د ناروغۍ په بهانه له زندانه ځان بچ کړ او د جولايي تر ٨مې نېټې پورې هغه له زندانه ځان ساتلى و، خو په ٨مه جولايي سترې محکمې د هغه نور درخواستونه ونه منل، چې له هغه وورسته راج ګوپال ځان محکمې ته وسپاره.

د انډيا ټوډى ورځپاڼې تر مخه، راج ګوپال د جولايي په ٩مه نېټه په امبولانس کې د مدراس سترې محکمې ته راغى او ځان يې تسليم کړ. دوى وايي چې د راج ګوپال له حالته ښکارېده چې هغه ناروغ دى او محکمې هغه پوليسو ته حواله کړ، چې لومړى به روغتون ته انتقال شي. نوموړى به لومړى د روغتون په زندان بخش کې وه، چې له هغه ځايه به بيا زندان ته ولېږل شي.راج ګوپال ١

خو د حېرانتيا خبره دا ده، چې دغه ميلياردر کس د کومې نجلۍ لپاره قتل وکړ، تر هر څومره هڅو وروسته هم هغې نجلۍ له دغه سړي سره واده ونکړ، خو همدغه نجلۍ بيا دومره موده په محکمو وګرځېده او دغه ميلياردر يې زندان ته ولېږه.

د راج ګوپال دا وخت په هند کې ٣٩، په دوبۍ، قطر، عمان، سعودي عرب، بحرېن، امريکا، برېتانيه، کاناډا، فرانسه، جرمني، سويډن، نيدرلېنډ، ايټاليه، اسټراليا، نيوزيلېنډ او جنوبي افريقا په ګډون په نورو هېوادونو کې ٤٣ هوټلې دي. د هغه په اړه دا خبره هم ويل کېږي چې د هغه د هوټلونو د بريا راز په دوه خبرو کې پټ دى، يو خو دا چې هغه ډېر خوندور او معياري خوراکونه پخوي او دويم دا چې خپل مامورين ډېر خوشحاله ساتي.

هغه خپلو مامورينو ته لوړ معاشونه ورکوي، د هغوى د روغتيا، د کورنۍ لپاره ډالۍ، د ودونو لپاره ځانګړې پېسې او په اسانو شرطونو ورته پورونه هم ورکوي.

راج ګوپال دوه ودونه کړي دي او له دواړو ښځو ماشومان هم لري، خو هغه ډېر کلک مذهبي سړى هم و او د يوه نجومي په وينا يې د خپل مامور له لور سره واده کول غوښتل.

Your SEO optimized title page contents