fbpx

که د ډېرې ناستې عادت لرئ؛ ژر يې بدل کړئ

خبريال وېبپاڼه \ ١١ جولايي ٢٠١٩: موږ د ډېرې ناستې په تاوانونو باندې ډېر څه اورېدلي دي، خو ايا تاسو ته دا معلومات شته چې د ورځې څومره وخت ناسته ستاسو په بدن څه اثرات لري؟

په اصل کې د ورځې تر درې ساعتونو زياته ناسته تاسې ته تاوان دررسوي او که تاسې چېرته زيات وخت په ولاړه تېر کړئ، نو دا عادت مو ژوند نور هم زياتوي. زموږ ناسته زموږ په بدن څومره خطرناک اثرات پرېباسي، په معلومولو به يې نه يوازې دا چې حېران شئ، بلکې اندېښمن به هم شئ.

د زړه د حملې خطره:

د ميډيسن اېنډ ساينس مجلې په يوه څېړنه کې ويل شوي دي، چې کوم خلک د ورځې ډېرى وخت په ناسته تېروي، نو په هغوى کې د زړه د حملې نه د مرګ فيصدي زياتېږي، همدا راز هغه خلک چې بيا په بدني لحاظ ډېر ګرځېدونکي وي، نو په هغوى کې دا فيصدي ٥٤ سلنه زياته وي. په اصل کې ډېره ناسته د زړه د ډېرو ناروغيو سبب کېږي.

د خېټې او ورنونو غټېدل:

د يوې څېړنې تر مخه، د بدن په ځانګړو غړو باندې تر ډېر وخته پورې د زور پاتې کېدلو له امله د هغوى غټوالي کې پنځوس سلنه زياتى راځي او که دې ته وکتل شي نو دا له چاقوالي سره نېغ په نېغه اړيکه لري. ځکه د ډېرې ناستې له امله د بدن وازګه خېټې او ورنونو ته ځي، چې له دې امله انسان له سختو ناروغيو سره مخ کېداى شي.

د شکر ناروغۍ خطره:

د امريکا په مسوري پوهنتون کې په ترسره شوې څېړنه کې ويل شوي دي، چې هغه خلک د ورځې ډېر وخت په ناسته تېروي، په هغوى کې د شکرې ناروغۍ، د چاقوالي او د ځيګر د ناروغيو خطره زياتېږي. که دا خلک د ورځې ډېر سپورټ هم کوي، خو بيا هم د شکرې ناروغۍ په څېر خطرناکه ناروغي يې خپل ښکار ګرځوي.

د ټلويزيون مخې ته لږه ناسته هم تاواني ده:

په (برټش جرنل اف سپورټس ميډيسن) کې په خپره شوې يوه څېړنه کې ويل شوي دي، که تاسې د ټلويزيون مخې ته يو ساعت ناسته هم کوئ، نو دا ستاسې په ژوند کې ٢٢ دقيقې وخت راکموي او که چېرته بيا د ورځې ٦ ساعته ټلويزيون ته کېنئ، نو ستاسو ژوند ډېر سستوي او ستاسې د ژوند ټاکلى عمر پنځه کاله نور هم راکموي.

له سرطان سره اړيکې:

په يوه څېړنه کې ويل شوي دي چې د بدني کارونو په پرتله کې تاسې ډېر وخت په ناسته تېروئ، نو په تاسې کې د سينو او کولمو د سرطان خطرونه زياتېږي او هر کال په ټوله نړۍ کې په ډېرو خلکو کې دا سرطان منځ ته راځي، خو د ورځې نيم ساعت تېز ګرځېدل تاسو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه ژغورلى شي.

د مرګ خطر زياتېدل:

په (امريکن جرنل اف ايپډيميولوجي) کې يوه څېړنه خپره شوې، چې په هغه کې ويل شوي دي چې که هره ورځ تاسې شپږ ساعته يا هم له دې زيات په ناسته تېروئ، نو دا په راتلونکو ١٣ کلونو کې په هر ډول ناروغۍ کې د ښځو د مړينې سلنه ٤٠ فيصده زياتوي، خو په سړو کې بيا دا سلنه ١٨ فيصده زياتېږي، چې کېداى شي د هر لامل له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

Loading...