fbpx

ننګرهار کې د واده پر مراسمو ځانمرګی برید شوی

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ جولای ۲۰۱۹ – نن د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې ځانمرګي برید له امله ۵ کسان شهیدان شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دا پېښه تایید کړې او وایې، چې نن سهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د ملک تور په نامه د پاڅونوالو د يوه قوماندان د وراره د واده په مراسمو کې ځانمرګى بريد شوى دى.

د والي ویاند زیاتوي ځانمرګی برید د یو تنکي ځوان په وسیله نن سهار وختي اته بجې شاوخوا د واده د مراسمو په ګڼه ګوڼه کې شوی دی.

تراوسه د لومړنيو معلوماتو له مخې، پنځه کسان شهیدان شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان دي.مسوولین وایې د ټپيانو د انتقال لپاره اقدام شوى او سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي دي.

د پچيراګام ولسوال حضرت خان خاکسا رسنیو ته پېښه تایید کړې او وايي چې يوشمېر ټپيان د پچیر اګام سیمه ییز کلینیک او نور د جلال اباد ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

د پچیر اګام اوسېدونکي دغه عمل په کلکو ټکو غندي او وایې چې د واده په د خوښیو مراسمو کې دا ډول ترهګریز بریدونه انسانیت ته هیڅ احترام نه دی .

د دوی پر وینا نن دغې واده ته په سلګونه خلک راټول شوي وو ترڅو یاده خوښي سره په شریکه ونمانځي، خو د خونړي برید له امله یاده خوښي په غم بدله شوه.

د دغې برید مسوولیت لاهم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.