fbpx

اوس په هر ایجړا خورېږي!

ګلخانان دې خدای ته وګوري، له پښتني ارزښتونو سره دې لوبې نه کوي، په سپکو دې يې نه سپکوي، د خوشال بابا روح دې نه ناارامه کوي، د هغه دستار دې مغول فکرو ته نه ورتړي.

بس همدا هم بسنه کوي، چې تاسو يې هره سهار د (پاک سرزمين شاد باد) انګولاوې وهئ، له ځانونو څخه مو د پنجاب څوکيداران جوړ کړي او د هغو په خدمت کې مو ځان د غلامۍ، چاپلوسۍ او کم عقلۍ انتها ته رسولی.

د هغوی له دومره ښکاره جبر او ظلم را وروسته؛ تاسو بيا هم پر خپل خره سپاره ياست او پر ځای ددې چې په وړاندې يې ميدان ته راووځئ، د (پر مخ ولاړ شئ) چمبې لا پر ملا ورکوئ.

تاسو قريشي پر کوم اساس ددې درنې پښتنې شملې؛ چې د پښتنو مشرانو د برم او وقار نښه ده، وړ وبولئ؟؟؟

پر دې اساس چې يوازې يې په تيرو لسو کلونو کې په خپل جابر فوځ په فاټا او خيبر پښتونخوا کې ۷۰ زره بې ګناه پښتانه شهيدان کړل؟ پر دې اساس چې د وزيرستان معدنونه او کورونه يې چور کړل؟ پر دې اساس چې د وزيريستان ۸۰ زره کورونه يې لوټې لوټې کړل او په لکونو پښتانه يې کډوالۍ ته اړ کړل؟

پر دې اساس چې ۳۲ زره بې ګناه پښتانه يې له خپلو کورونو ژوندي ايستلي او تراوسه ورک دي؟ پر دې اساس چې يوازې يې يوه پوليس افسر (راو انور) په کراچۍ کې ۶۰۰ بې ګناه پښتانه شهيدان کړل؟ پر دې اساس چې په بابړې کې ستاسو قتل عام وکړی؟ پر دې اساس چې پر باچاخان يې ټول عمر په زندانونو کې تير کړ او که يا خان شهيد يې په رڼا ورځ شهيد کړی؟

پر دې اساس چې له پښتنو ځوانانو يې د کرايې سامان جوړ کړی او د نړۍ هرې ناولې جګړې ته يې استوي؟ پر دې اساس چې په کوټه ولايت کي يې د پښتنو وکيلانو قتل عام وکړ؟ پر دې اساس چې له پښتونخوا غيرتي وطن څخه يې ۲ زره پښتنې پيغلي ورکې کړې؟ پر دې اساس چې د ماشوم حيات د کور ستر يې مات کړی؟ پر دې اساس چې غوښتل يې د مومندو پښتنه پيغله بې ستره کړې؟

پر دې اساس چې په لر او بر پښتون وطن کې هر روڼ اندی پښتون د غدار او ترهګر په نوم وژني؟ پر دې اساس چې د افغان وطن د هرې بربادۍ لپاره يې خپل جابر فوځ رامخته کړی؟ پر دې اساس چې د افغان وطن مال او عزت يې پخپلو لاسپوڅو لوټ کړ؟ پر دې اساس چې د افغان وطن قوي پوځ يې لمنځه يوړی او پوځي توکي يې پخپلو لاسپوڅو کباړ کړه؟ پر دې اساس چې د پښتنو مهاجرو پر سر يې تجارت پيل کړ؟ پر دې اساس چې د پښتنو ځوانانو ذهنيتونه يې د وطن ورانونې او ورور وژنې پر بنسټ، پخپلو جيلي مدرسو کې وروزل او روزي؟

پر دې اساس چې د لر او بر افغان پر ځيګر يې په خورا جبر او بې شرمۍ اغزن تار تير کړ؟ پر دې اساس چې د روانې جګړې په هر لوري کې يې د سون توکي پښتانه ګرځولي؟ پر دې اساس چې پښتانه يې د نړۍ له روان کاروانه راوګرځول؟ پر دې اساس چې د پښتنو تر کورونو، کليو، ښارونو، ښوونځيو او مدرسو يې جګړې ورسولې؟

پر کوم اساس؟؟؟

زه ددې ناولې ادارې د قاتل پوځ کوم کوم ظلمونه تاسو ته ياد کړم؟! چې په هغه تاسو قانع شئ او دا ومنئ چې دا پوځ زموږ د سر، مال او عزت ساتونکی نه؛ بلکې برعکس لوټ کوونکی يې دی، زموږ دوست نه، بلکې دښمن مو دی، هو! زموږ د تاريخ دښمن، زموږ د ژبې دښمن، زموږ د يووالي دښمن.

نن لرو پښتنو ته ولې د خپل ۵ زره کلن تاريخ پر ځای د پنجاب ۷۰ کلن تاريخ لوستل کيږي؟ ولې د لوی بابا (احمدشاه بابا) پر ځای ورته بې هويته علي جناح؛ بابا ياديږي؟ ولې يې په درسي نصاب کې پښتو ژبې ته ځای نه ورکول کيږي؟ ولې يې په درسي نصاب کې د باچاخان، احمدشاه بابا، خان شهيد، فقير ايپي، ميرويس نيکه او نورو پښتنو مشاهيرو تاريخي کړنې او نومونه نه پرېښودل کيږي؟

دا ځکه چې دوی غواړي، پښتانه له خپل تاريخ، ژبې او مشاهيرو ناخبره وساتي، روڼ اندي نه شي، ويښ نه شي، له غلامۍ څخه د وتلو چل زده نکړي، د جبر او بې انصافۍ پر وړاندې د اواز پورته کول جوګه نه شي؛ تر څو تل دوی حکومت پر وکړي او د خپل ناځوانه سياست قرباني يې کړي.

ستاسو پر کور، کلي او ښار چې نن اور بل دی، دا ټول د همدې پاکستانۍ ادارې په مرسته او لاس بل شوی. تاسو چې د خپل مور وطن خوږې شيدې په خوند نه دي رودلي او ټول عمر مو په جګړو کي تير شو او لا تيريږي؛ لامل يې د همدې ادارې لوبغاړي دي. هو! همدا قريشي دی، چې نن تاسو د خوشال بابا دستار پر سر ور تړلی، همدا بوټو، همدا باجوه، همدا نواز، همدا مشرف دی.

نو د خدای لپاره، که خپله يې پر وړاندې نه شئ دريدلی؛ نو د بل چا دريدل هم تر سوال لاندې مه راولئ، که خپله د ننګ د ميدان نه ياست، نو د بل چا مزاحمت هم مه کوئ او مه هم خپل ارزښتونه سپکوئ.

ليکوال : احمدشاه ساحل (غير ډيورنډ)

Loading...