fbpx

اسحاق ګیلاني: منظور پښتین په حقه دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ جولای ۲۰۱۹ ـ اسحاق ګیلاني په افغانستان کې د ملي پیوستون په نوم ګوند لري او په ولسي جرګې کې د پکتیکا د خلکو استازی هم پاتې شوی دی، خو اوس کومه رسمي دنده نه لري.
په دې وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ګیلاني په پکتیکا کې یوې غونډې ته د منظور پښتین او پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه سپکې سپورې ویلي او دا غورځنګ یې د پردیو په اشاره رامنځ ته شوی بللی، خو له خبریال سره په مرکه کې ښاغلی ګیلاني دا خبرې رد کړې او وې ویل چې ده په منظور پښتین پسې څه نه دي ویلي.
اسحاق ګیلاني دا غلط پروپاګند بولي او وايي چې خبرې یې ثبت دي او داسې څه په کې نشته.
ګیلاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې دی د منظور پښتین او پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه څه نظر لري؟ وايي چې دی د پښتونخوا له ډېرو اوسنیو او پخوانیو سیاستوالو سره اشنايي لري او پېژني یې، خو د ځوان مبارز منظور پښتین په اړه ډېر معلومات نه لري.
ګیلاني مني چې په پاکستان کې له بلوڅو او پښتنو سره ظلم روان دی او په همدې سبب هلته داسې تحریکونه رامنځ ته شوي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په خاطر مبارزې کوي. نوموړی وايي، د منظور پښتون غوښتنې په حقې دي او څوک چې د حق غوښتنې غږ پورته کوي، باید ملاتړ یې وشي، خو د منظور سره ټوپۍ بیا نه مني، هغه دا خبره ردوي چې د منظور سره ټوپۍ افغانۍ یا مزارۍ خولۍ نه ده، خو وروسته وايي چې په دې اړه معلومات نه لري.
د ګیلاني لپاره پوښتنه دا ده چې ولې باچا خان او منظور سره رنګونه د خپل تحریک لپاره د سېمبول په توګه انتخاب کړي دي؟!
ګیلاني همدا ډول خپلې هغه خبرې اوس هم تائیدوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالېږي، خو مني چې د پاکستان خاوره هم د افغانستان پر ضد استعمالېږي. دی وايي، طالبان په پاکستان کې ښکاره اډې لري چې دا له دې ډلې څخه د پاکستان د ملاتړ په معنا ده.
ګیلاني د خپلو خبرو په لړ کې وايي، دا چې یو شمېر ځوانان په افغانستان کې له پښتون ژغورنې ملاتړ کوي، دا معنا نه لري چې ګنې ټول افغانان له یاد غورځنګ څخه ملاتړ کوي، خو زیاتوي که معلومات ورته وشي او د پښتون ژغورنې غورځنګ له اهدافو خبر شي، دی به هم همکاري ورسره وکړي.
ګیلاني داسې مهال د خپلو خبرو په اړه وضاحت ته مجبور شو چې په پکتیکا کې د شویو خبرو په اړه د افغانانو لخوا تر سختو نیوکو لاندې راغی او نوموړی د پاکستان لاسپوڅی وبلل شو، خو له خبریال وېبپاڼې سره په مرکه کې نوموړي دا خبرې رد کړې او وې ویل چې پکتیکا ته یې سفر سیاسي اړخ نه درلود، بلکې یوازې د خپلو دوستانو او ملګرو لیدو ته ورغلی و.

Loading...