fbpx

په غزني کې څلویښت پېغلو او ځوانانو ډله ییز واده وکړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ جولای ۲۰۱۹ – پرون د پنجشنبې په ورځ په غزني ولایت کې د لومړي ځل لپاره د هغه ۴۰ پېغلو او ځوانانو ډلییز ودونه تر سره شول کومو چې د ولور ورکولو توان نه درلود.

د معلوماتو له مخې د دغه ډله ییز واده ولورونه او لګښتونه ټول د ښار د سوداګرو له لوري ورکول شوي وو چې مراسم یې د صدیق اکبر په نوم د یوې سیمه بیزې خیریه ټولنې له لوري پر مخ بېول کېدل.

د خیریه بنسټ پر وینا د دغې ډله ییز واده مېملستیا ته یې د کورنیو غړو ،خپلوانو ترڅنګ نور پنځوس تنه د ښار غریب، بېچاره او فقیر خلک هم وربللي وو.

دغو ۴۰ جوړو څه وخت وړاندې د خپل ژوند انتخابونه کړي وو، خو د ولور نشتون او یاهم د ډیر ولور له امله پکې د ډیری ځوانانو او پېغلو ودونه ځنډ شوي وو.

داچې په افغانستان کې د ولور ستونزه له پخوا راهیسې دود ده، د همدغې ناوړه دود له امله په زرګونه ځوانان د ولور د پوره کولو په پار له هېواده بهر په قاچاقي لارو ځي چې حتا ځیني ځوانان پکې خپل ژوند هم بایلي، خو یو شمېر یې هلته له سختو کارونه اومسافرۍ وروسته دغه ولورونه پوره کوي.

دغه ځوانان وایې د ولور د ورکولو توان یې نه درلود ځوځل له هېواد بهر تګ ته هم اړشوي دي، خو بیایې هم ټاکل شوی ولور په ټول توان نه دی پوره کړی.

دوی له دغې خیریه بنسټ څخه مننه کړې چې د دوی د مالي ستونزو ته په کتو یې د هرې جوړې ولور غوڅ کړی او دغه راز یې د واده مېلمستیا هم چمتو کړې وه.

یاد خیریه بنسټ په افغانستان کې په زیاته اندازه خیریه کارونه کوي، خو په دې وروستیو کې د دې بنسټ پام د ولور ستونزو او ډله ییز ودونو ته شوی. اوس غواړي یو شمېر بې وزله کسان پیدا او ورته ډله ییز ودونه وکړي.

له دې وړاندې هم افغان حکومت په بیلا بیلو ولایتونو کې د بې وزله افغانانو ډله ییز ودونه وکړل او لاهم دا هڅه افغان حکومت روانه کړې، یو شمېر بې وزله کسان په هغې لېست کې ځان شاملوي چې له همدې خلکو لپاره ځانګړی شوی دی.

د یادولو ده په بامیانو ولایت کې هم د لومړي ځل لپاره ۳۷ جوړو ډله ییز ودونه وکړل چې په هغې کې هم د ناوې او زوم کورنیو نږدې هېڅ لګښت ونکړ.

دا ډله ییز واده، چې د ځوانانو معینیت او د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا برابر شوی و د دې انجونو او هلکانو ودونه د بې وزلۍ له امله ځنډ شوي وو.