fbpx

د خبریالې مینې منګل د قتل په تور یو تن نیول شوی

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ جولای ۲۰۱۹ – د کورنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې د افغان خبریالې مینې منګل د قتل په تور یې یو کس نیولی دی.

یاد وزارت وایې دا کس پرون پنجشنبه د پولیسو له لورې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په لړ کې نیول شوی او د قانون منګلو ته سپارل شوی دی.

د معلوماتو له مخې نیول شوی کس دوست محمد نومېږي، چې د مینې منګل د شهادت په قضیه کې دخیل او د طرف تر مستقیمې ادعا لاندې و.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دوست محمد په نوم دا شخص له محمد آغې ولسوالۍ نیول شوی، چې قضیه یې اوسمهال د جبري څېړنو لاندې ده.

د مۍ میاشت په شپږ ویشتمه نېټه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی وو، خبریالې مینې منګل د وژلو په تور یې دوه تنه نیولي دي.

هغه وخت د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو یاد کسان چې د تېښتې په حالت کې و د پولیسو لخوا تر تعقیب لاندي و چې ونیول شول.

د میني منګل کورنۍ هم پر یادو دوو کسانو د نوموړي د وژلو په اړه مستقمه ادعا لرله خو د هغې ترڅنګ یې نن بو بل تن هم نیولی دی.

د یادولو ده شا او خوا دوه میاشتې وړاندې مینه منګل په کابل ښار کې په شهادت ورسېده. هغه وخت د هغې وژنې په ټولنیزو شبکو سخت غبرګونونه راوپارول.

د مینې منګل مور هم هغه وخت په یوه ویډیو کې ویلي ول چې د لور وژونکي یې معلوم دي او باید ژر ونیول شي.

مینه منګل له څو کلونو راهیسې له رسنیو سره په کار بوخته وه خو په وروستیو کې د افغانستان په ولسي جرګه کې هم په یو بست دنده ترسره کوله.