fbpx

بشري حقونه: وردګو کې دې پر روغتیايي مرکز برید ژر تر ژره وڅېړل شي

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ جولای ۲۰۱۹ – د بشري حقونو نړیوال سازمان له افغان حکومت څخه غوښتي چې په میدان وردګ ولایت کې پر یو روغتیايي کلینیک د برید په اړه جدي څېړنې وکړي او عاملین یې مجازارت کړي.

دغه سازمان چې مرکز یې په نیویارک ښار کې قرار لري یوه اعلامیه خپره کړې، دوی په دې اعلامیه کې په افغان ځواکونو تور پورې کړی چې ګواکې تېره اونۍ یې د دې ولایت په دای میرداد ولسوالۍ کې د یو ځایې روغتون څلور کارکوونکي وژلي دي.

دا اعلامیه وړاندې وایې د نړیوالو جنګي قوانینو له مخې په قصدي ډول پر روغتیايي مرکزونو باندې بریدونه او په توقیف کې د ملکیانو وژل جنګي جنایت ګڼل کېږي.

دا سازمان وایې پر روغتیایې ځایونو باندې حملې د جګړې قوانین تر ګواښ لاندې نیسي دوی په کلکه وایې باید د دې پېښې عاملینو ته سخته سزا ورکړل شي ځکه که دوی سزا ونه ګوري نو دا ډول اعمال به نور هم دوام وکړي.

افغان حکومت بیا د دې پېښې او د بشري حقونو د ادعا په تړا رسنیو ته څه نه دي ویلي

خو تر دې مخکې هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا او د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې هم د دغه برید غندنې ترڅنګ له افغان حکومت څخه غوښتي و چې په دې اړه دې جدي څېړنې وکړي.