fbpx

له کابله سمه باړه جوړه شوې

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ جولای ۲۰۱۹ ـ دا لیکنه چې کوم، څو شېبې مخکې زموږ په کوڅه نامعلومو وسله والو یو ترکاري پلورونکی وویشت او شهید یې کړ او یو بل کس یې زخمي کړ، تر دې پېښې مخکې دوه ورځې وړاندې ماښام مهال یو بل کس له موږ یو کوڅه پاس غلو په چړو سوری ـ سوری کړ چې وروسته یې ساه ورکړه. دا د کابل د دوه کوڅو پېښې دي چې په دوه ورځو کې ما خپله ولیدلې، خدای خبر د کابل په نورو برخو کې به څه روان وي چې زه ترې خبر نه یم یا یې نه وینم. په کابل کې کې جنايي پېښې دومره ډېرې شوې دي چې اوس خلک د طالبانو له ځانمرګو بریدونو دومره وېره نه لري، لکه له جنايي جرمونو یې چې لري.
په دې لیکنه کې غواړم په دې وغږېږم چې ولې په کابل کې جنايي پېښې ډېرې شوي او مخه یې نه نیول کېږي؟
په کابل کې د غلاوو او قتلونو یو ستر عامل د امنیتي چارواکو بې پروايي ده، دوی په خپلو حوزو کې خوبونه کوي او یا هم په خپلو شخصي کارونو پسې سم دي. دا امنیتي کسان د دې پر ځای چې د جرمونه مخنیوی وکړي، ټول تمرکز یې په دې وي چې که د کابل په کوم ځای کې کور یا اپارتمان جوړېږي، دوی ورشي، مخه یې ونیسي او بیا د پیسو په بدل کې اجازه ورکړي چې خپل کار ته دوام ورکړي.
بله خبره هم دا ده چې له مجرمینو سره سخت چلند نه کېږي، اکثره مجرمین چې نیول کېږي هم، بېرته ژر خوشې کېږي او دا کار سبب شوی چې مجرمین زړه غټ کړي او په دې فکر چې ګنې له جرم وروسته ژر د پیسو یا پېژندلو له برکته خلاصېږي، خپلو جرمونو ته دوام ورکوي، حتی داسې هم ویل کېږي چې په ډېرو حوزو کې خپله امنیتي کسان له مجرمانو سره لاره لري او شریکان یې دي.
بله مهمه خبره دا ده چې په کابل ښار کې د پولیسو ګزمې کمې شوې دي، یعنې په ډېرې سختۍ به یو رینجر وګورئ چې په لارو او کوڅو کې ګرځي، د شپې له خوا په عمومي سړکونو هم نه لیدل کېږي، دا خپله جنایتکارانو ته جرئت ورکوي چې په ډاډه زړه جنایت ترسره کړي. د پولیسو رینجرې په حوزو کې ولاړې وي او که بهر هم راوځي، ډېر کله په شخصي کارونو پسې وي. دا چې ګزمې کمې شوې دي، یوه وجه یې دا هم ده چې امنیتي کسان د رینجرو تېل وباسي او په تور بازار کې یې خرڅوي.
دریمه موضوع دا ده چې په کابل کې له حده ډېرې وسلې په هر کور کې شته او چې وړه خبره هم وشي، دوی یې راباسي او د خبرو پر ځای د ټوپک په شپېلۍ له یو بل سره خبرې کوي. د لوبو د ګټلو پر مهال ډزې کول د دې خبرې لوی ثبوت دی.
جنايي پېښې به نور ډېر عوامل هم لري، خو دا د امنیتي ځواکونو مسولیت دی چې مخه یې ونیسي. په مجرم رحم کول په ټولنې ظلم کول دي او که دا چاره دوام ومومي، هېڅکله به هم جرمونه پای ته و نه رسېږي.
په کابل کې د جنايي پېښو د کمېدو لپاره ضرور ده چې امنیتي ځواکونه را ويښ شي، غیرقانوني وسلې ټولې کړي، جنایتکاران ونیسي، محاکمه یې کړي او سخته سزا ورکړي، دغه ډول په لارو او کوڅو کې باید ګزمې ډېرې شي چې مجرمان حس کړي، یو څوک شته چې د دوی مخه نیسي او بیا داسې په اسانۍ جرم ته زړه ښه نه کړي، لکه اوس یې چې کوي.
لیکوال: عمران وطندوست

Loading...