fbpx

سفارت مهم دى او که د کرکټ بورډ انټرويو؟

خبريال وېبپاڼه \ ١٢ جولايي ٢٠١٩: سړى حېران شي، عقل يې کار پرېږدي، چې په داسې نازکو حالاتو کې اوس په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مهم دى او که په کابل کې د کرکټ بورډ د اجراييه رياست لپاره له خلکو انټرويو اخيستل مهم دي؟

ولسمشر ويده دى؟ که څه ويني نه؟ که څوک دومره هوښيار نه لري چې ورته ووايي چې په پاکستان کې ستا مقرر کړى سفير ولې په کابل کې ناست دى؟ هېڅوک ورته دا نه وايي چې هلته به ستا سفارت څوک چلوي، له پاکستان سره به ستا سفارتي جنګ څوک په مخه وړي، د افغانستان ګټې به څوک خوندي کوي؟

حال دا چې د ولسمشر غني يو بل سلاکار ضيا الحق امرخېل هم ورسره په دې هر څه کې شريک دى، عاطف مشعل او ضيا الحق امرخېل چې له کله راهيسې کرکټ بورډ ته راغلي دي، ماته هر څه د تباهۍ په لوري روان ښکاري.

ولسمشر غني ته دومره چا مشوره ورنکړه، چې که عاطف مشعل له کرکټ او کرکټ بورډ څخه څه جوړولاى شواى، نو يې ولې هغه وخت نه جوړول چې کله دى په خپله چيرمېن و، اوس چې دى په پاکستان کې د افغانستان سفير دى، هغه سفارت يې پرېښى او په کابل کې ناست دى د کرکټ بورډ د بستونو لپاره له خلکو سره مرکې کوي.

اخر موږ په کوم لوري روان يو؟مشعل ١

ايا عاطف مشعل د کرکټ کوم ليجنډ لوبغاړى تېر شوى دى؟ ايا هغه سچن ټنډولکر دى، ريکي پونټينګ دى او که کريس ګيل دى، چې زموږ لپاره په دومره مهم هېواد کې يې سفارت همداسې پرېښى دى او دلته ناست دى د کرکټ لپاره غوره کسان انتخابوي، څوک خو دې له دې عاطف مشعل نه پوښتنه وکړي، چې څو ورځې کرکټ يې کړى دى؟

موږ په بيا بيا دا خبره تکراروو، چې عاطف مشعل ولې په داسې مهم ځاى کې سفير شوى دى، چې هغه يې وړتيا نه لري او د سفارت په ځاى يې ټول وخت په کابل کې تېرېږي؟ ولې ولسمشر غني د پاکستان هېواد ته دومره اهميت نه ورکوي او هلته ټاکلى سفير يې ټوله ورځ په نورو کيسو پسې ګرځي، پاکستان زموږ تر ټولو خطرناک او ازلي دښمن هېواد دى، له دغه هېواده بايد د يوې ثانيې لپاره هم سترګې وانه ړول شي، خو دلته خو کيسه سرچپه روانه ده.

ولسمشر غني په زوره د افغانستان کرکټ سياسي کړ او همدې چارې د افغانستان کرکټ د تباهۍ پر لور روان کړ، د کرکټ بورډ ټول ممبران يې سياسي کسان دي او هېڅ يو هم پکې داسې نشته چې دوه ورځې دې يې کرکټ کړى وي، هغوى نه په کرکټ پوهېږي، نه د کرکټ په چارو پوهېږي، نو له هغوى به موږ څه د ښه تمه وکړو.

ولسمشر غني که غواړي چې کرکټ له تباهۍ وژغوري، نو عاطف مشعل دې ژر تر ژره د کرکټ له چارو داسې ليرې وساتي، لکه سړى چې د شيده د پيشو نه ليرې ساتي، که يې دغه کس ته همداسې ازادي ورکړه، نو به هم زموږ د کرکټ ملي لوبډله له مخه ورکه کړي، بلکې له پاکستان سره چې په کوم ډول روان دى، هلته به مو هم له سخت زيان سره مخ کړي.

د عاطف مشعل د ليرې کېدو لپاره چې موږ څومره مبارزه کړې وه، ولسمشر غني هغې ته هم ونه کتل او هماغه سړى يې بېرته کرکټ ته راوسته، کاش چې ولسمشر غني په رښتيا هم خلک پېژندلاى.

ليکوال : بريالى زمرى

Loading...