fbpx

ګلبدين نايب راشد خان په اخلاقي څپېړه وواهه

خبريال وېبپاڼه \ ١٢ جولايي ٢٠١٩: د ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلبدين نايب له لوبډلمشرۍ ليرې او په ځاى يې راشد خان نوى لوبډلمشر وټاکل شو، همدا راز راشد خان د يو ورځنيو لوبو تر څنګ د شل اوريزو او ټېسټ لوبو لوبډلمشر هم وټاکل شو، چې مخکې د ټېسټ لوبو لوبډلمشر رحمت شاه، د شل اوريزو راشد خان او د يو ورځنيو لوبو ګلبدين نايب لوبډلمشر و.

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې ملي لوبډله له نړيوال جام څخه تش لاس راستنه شوه، په دغه اړه باندې ګلبدين نايب په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې لوبغاړو لوبه نه کوله او له همدې امله دوى لوبې وبايېللې.

خو د راشد خان له لوبډلمشر کېدو وروسته ګلبدين نايب هغه ته ښه کلکه اخلاقي څپېړه ورکړه. په اصل کې کله چې ګلبدين نايب د ملي لوبډلې د يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو، نو راشد خان او محمد نبي، چې هغه مهال په ايي پي ايل کې لوبېدل، ټويټونه وکړل او نه يوازې دا چې د کرکټ بورډ دا پرېکړه يې وغندله، بلکې د ګلبدين نايب د لوبډلمشر په حېث د منلو څخه يې انکار وکړ او بېرته يې د اصغر افغان د کپتان کېدو غوښتنه هم وکړه.Rashid Tweet

خو نن چې راشد خان د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو، نو ګلبدين نايب په خپل ټويټر باندې ټويټ وکړ او هغه ته يې د مبارکۍ تر څنګ د افغانستان وياړ وويل او د هغه سره د هر ډول ملاتړ ژمنه يې هم وکړه.Gulbadin Tweet

له دې څخه د لوبغاړو د اخلاقو او د هېواد لپاره د لوبې ښه اندازه معلومېږي، چې څوک د هېواد لپاره لوبه کوي او چا په لوبډله کې بانډونه جوړ کړي دي او يوازې د ځان لپاره لوبه کوي. راشد خان، محمد نبي او ځينې نور هغه لوبغاړي دي چې لوبه يوازې او يوازې د اصغر افغان لپاره ترسره کوي.Nabi Tweet

د ګلبدين نايب دغه کړنه چې په خوشحالۍ سره يې د کرکټ بورډ پرېکړه ومنله او راشد خان ته يې د مبارکۍ تر څنګ له هغه سره د ملاتړ ژمنه هم وکړه، ولس په پراخه کچه ستايلې ده او د ګلبدين نايب د ټويټ تر څنګ د راشد خان ټويټ هم په ټولنيزو رسنيو خپروي او هغه ته پېغور ورکوي.

خو که هر څه وي، ګلبدين نايب په اخلاقي ډول راشد خان ته کلکه څپېړه ورکړه.