fbpx

ولسمشره! کرکټ دې تباه کړ

خبريال وېبپاڼه ١٢ جولايي ٢٠١٩: جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني، تاته ډېر زيات احترام لرو، خو دا خبره هم په درته په جار کوو، چې د افغانستان کرکټ دې تباه کړ، دا کرکټ ځکه تا تباه کړ، چې هغه کس دې ورته بېرته راوست، چې په کرکټ کې يې تر پوزې پورې فساد کړى و او کرکټ کې يې ډله بازۍ جوړې کړې وې، چې ولس له ډېرې مبارزې وروسته په تا ليرې کړ، خو تا هماغه سړى يو ځل بيا له سفارت سره سره په کرکټ بورډ لکه د ځانمرګي بريدګر رانازل کړ.

پکار خو دا وه چې عاطف مشعل څارنوالۍ ته معرفي شوى واى او له هغه سره په افغانستان پريمئير ليګ، کرکټ بورډ او نورو برخو کې د شوي فساد حساب او کتاب شوى واى، له هغه سره د ملګري او له هغه سره په لوبډله کې شريک لوبغاړي ټول نيول شوي واى، خو ولسمشر غني هغه يو بل ډېر مهم ځاى، پاکستان کې افغان سفير وټاکه.

خو ولسمشره! ستا بيا هم په دې ولس باندې خوشحاله پېرزو نه شوه او د دغه يوازينۍ خوشحالۍ د تروړلو هڅه دې هم وکړه، عاطف مشعل ناست په اسلام اباد کې و، خو زړه له کرکټ بورډ سره درزېده او د شپې خوبونه يې کړي فساد ورخراب کړي و، د اسلام اباد سفارت په ځاى به يې ټول فکر په کابل کې له کرکټ بورډ سره بند و او اخر هم په خپله چالاکۍ کې بريالى او بېرته يې ستا په لاس کرکټ بورډ ته ځان راورساوه.

اوس په ځاى د دې چې د هغه پر ضد د فساد دوسيې راوباسل شي او هغه څارنوالۍ ته معرفي شي، يو ځل بيا يې په کرکټ بورډ باندې خپلې پنجې خښې کړې، د خپلې ډلې خلک يې بېرته راوستل او اوس په دې هڅه کې دى چې هر څه په خپل لاس کې واخلي او کرکټ بېرته ميراثي کړي.

عاطف مشعل پرون محمد شهزاد له پاکستانه راغوښتى دى، اصغر افغان خو ورسره سهار او بېګاه ناست وي او دغه دواړه يې بېرته په زوره ملي لوبډلې ته راوستل، اصغر خو په ځاى د دې چې په کور کېنول شوى واى، هغه يې مرستيال لوبډلمشر کړ او محمد شهزاد چې نور ختم دى او بايد د کوڅو په کرکټ کې هم ونه لوبول شي، بېرته يې کابل ته راوستى او يو ځل بيا به د ملي لوبډلې د پيل توپوهونکى شي.

په راشد خان او محمد نبي خو هېڅ خبره نه کوو، ځکه خو هغه د عاطف مشعل او اصغر افغان داسې خاص کسان دي، چې د هغوى له اجازې پرته ډوډۍ هم نه خوري، خو په دې ټولو کې تر ټولو خطرناک سړى هم دا عاطف مشعل دى، ځکه چې دا له کرکټ څخه ليرې شي، نو نور ټول کسان ورسره ځينې په خپله له منځه ځي او ځينې سمېږي.

ولسمشره! که غواړې چې د ولس دغه يوازينۍ خوشحالي خوشحالي پاتې شي، که د افغانستان نوم، وقار او عزت په نړۍ کې اوچت پاتې شي، که د افغانستان درې رنګه بېرغ په ټوله نړۍ کې وځلېږي او د افغانستان ملي سرود په هر مېدان کې وغږول شي، نو عاطف مشعل له کرکټ بورډ او پاکستان سفارت څخه ليرې او څارنوالۍ ته معرفي کړه، دا به ستا له کرکټ سره، له دې هېواد سره، له دې ولس سره او له دې ملت سره لويه ښېګڼه وي.

Loading...