fbpx

راشد خانه! له ټول افغان ولس نه بخښنه وغواړه

خبريال وېبپاڼه \ ١٢ جولايي ٢٠١٩: د افغانستان ملي لوبډلې د درې واړه فارمېټونو نوى لوبډلمشر راشد خان وټاکل شو. هغه د ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچوونکى دى چې په تجارتي ليګونو کې هم ډېر لوبېدلى او ډېر ځلېدلى هم دى، خو کله چې ګلبدين نايب لوبډلمشر شو نو د هغه پر ضد ټويټ کول او له هغه وروسته په نړيوال جام کې نه ځلېدل، ټول افغانان له هغه څخه خپه کړي دي.

راشد خان د خپلې لوبډلمشرۍ په اړه په خپله رسمي فېسبوکپاڼه ټويټ وکړ او د مينه والو تر څنګ د کرکټ بورډ نه يې هم مننه وکړه او وې ويل چې د کرکټ د لا ښه کېدو لپاره به شپې او ورځې هلې ځې کوي.

هغه ليکلي و:

((درنو هېوادوالو! تر هر څه مخکې اجازه راکړی چې ستاسو د مینې او خلوص نه ‌‌‌‌‌‌ډېره مننه او شکریه وکړم. د افغانستان کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ زه د ملي ټيم کپتان وټاکلم، پر ما د هغوی له باور څخه مننه کوم. خپل وطن او ولس سره ژمنه کوم چې د افغانستان د کرکټ د لا ښه کېدو لپاره به شپې او ورځې هلې ځلې کوم. همدا افغانستان دی چې موږ ته یې نوم او عزت راکړی دی. د مخکني کپتان ګلبدین نایب څخه مننه کوم چې زما ملاتړ یې وکړو. د نورو ټولو ځوانو او مجربو لوبغاړو هم شکریه ادا کوم چې زما ملاتړ یې وکړو، موږ ټول د هېواد د نوم ښه کولو کوشش کوو. ‌‌‌‌‌‌ژوندی دې وي افغانستان. مننه))

خو هغه راشد خان چې يو وخت هر افغان يې ستاينې کولې، د نوموړي په دغه وروستي پوسټ باندې څه ډول تبصرې او څرګندونې وکړې، يو شمېر يې درته دلته رااخلو.

د ننګرهار والي وياند عطا الله خوګياڼي ورته وليکل:

((زما په نظر هیڅ ښه ونشول. لومړی خو د یو بانډ په توګه تاسې بریالي شوئ، چې په لوبډله خپل حاکمیت وکړئ، ستاسې مقابل کسان که څومره هم ښه شي، مګر د تل لپاره به دا فاصلې شتون ولري. دویم دا چې وروستیو کې ستاسې خپله کارګردګي ورځ تر بلې خرابیږي، د لوبډلمشرۍ مسؤلیت سره به نور هم د خرابۍ پر لور لاړ شئ او ګټلي ریکارډونه به له لاسه ورکړئ او یوه ورځ به مو په لوبډله کې هم ځای ونشي. درېیمه ښه به وای، چې هغه ځوانان د لوبډلې لپاره د کپتان په توګه وګمارل شي، چې ښه لوبه کوي، خو وخت نا وخت د ناوړه سلیکشن له امله له لوبډلې ډراپ کیږي او همدې ویرې په لوبه ناوړه تاثیر هم کړى، زما لپاره د شل اوریزو او یوه ورځنیو لوبو لپاره ښه کپتان نجیب الله ځدراڼ او د ټیسټ لپاره رحمت شاه ښه ښکاري .

خدای مه کړه، چې داسې وشي، چې یوه ورځ د ګلبدین نایب په څېر ستاسې هم په لوبډله کې د کارګردګۍ له امله ځای نه کیږي او پر موږ تپل شوي کپتان اوسئ.))

خالد يوسفزي وليکل: ((څومره چې مو خوښ وې هماغومره مې بدې شې. ډلې جوړول، سياستونه کول او جنون او جذبې سره لوبه کول دواړه يو ځاى نه کيږي.))

ژورناليست فريد سعادات وليکل: ((راشدہ ګله کاش ھغه کار چې ګلبدین نن وکړ‎ او ستا ملاتړ‎ یې وکړ‎ تا او نبي ھم کړ‎ی وای نو مونږ‎ به د نړ‎یوال جام ډیرې لوبې گټلې وې، خو افسوس…))

هجران غني افغان وليکل: ((د هر څه په مخکې بايد ملي یوالی وي اتفاق او اتحاد مهم دى، ډله بازي به د افغانستان کرکټ تباه او برباد کړي او راشد خانه تاسو نن سبا ډير کبر جن شوي يئ، دا ستاسو ناداني ده ګرانه ځان اصلاح کړه او د ټول افغان ولس نه بښنه وغواړه، مننه.))

معصوم جان معصومي وليکل: ((هو په نړیوال جام کې د افغانستان د حیثیت او ملي بیرغ خاطر نه وه درسره؛ تا او نبي کمزورې لوبې د دې لپاره کولې چې ګلبدین له کپتانۍ لرې شي او په ټیم کې ملګرتیا وپالئ نه ملت او نه وطن.))

حبيب الله سراب بيا ليکلي: ((لوبډلمشر خو شوې، خو په نړیوال جام کې دې له دیرش میلیونه مظلوم ولس سره تا، نبي او اصغر ډیر زیات خیانت وکړ. د مشعل په اشاره مو، د نوموړي د غلاوو پټولو لپاره هغه څه وکړل، چې د دې جنګ ځپلي ولس او هیواد سره نه و پکار.))

دا د بېلګې په ډول ځينې هغه تبصرې مو دلته راواخيستې، چې د اخلاقو په دايرې کې وې، د نورو زياتو تبصرو لپاره تاسې کولاى شئ چې د راشد خان رسمي فېسبوکپاڼې ته لاړ شئ او د هغه د تازه کړي پوسټ لاندې د کرکټ د مينه والو تبصرې ولولئ. ځکه هلته په زرګونو تبصرې شوې دي، چې دلته راوړل يې ممکن نه دي.

Loading...