fbpx

پاکستان سريلانکا ته ځولۍ غوړولې، خو هغه يې نه مني

خبريال وېبپاڼه \ ١٢ جولايي ٢٠١٩ – کراچۍ: د پاکستان په لاهور ښار کې له نن نه لس کاله مخکې، يعنې په ٢٠٠٩ کال کې د سريلانکا په ملي لوبډلې له بريد وروسته هېڅ لوبډلې پاکستان ته د کرکټ لوبو لپاره تګ ته زړه نه دى ښه کړى او له هغه وروسته په پاکستان کې نړيوال کرکټ بند شوى دى.

اوس د پاکستان کرکټ بورډ يو ځل بيا هڅې پيل کړي دي چې د سريلانکا ملي لوبډله د ټېسټ لوبو لپاره پاکستان ته راولي، خو سريلانکا ورته زړه نه ښه کوي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د سريلانکا ملي لوبډلې سره په ستمبر او اکتوبر کې ٢ ټېسټ لوبو او بيا په دسمبر کې د ٣ شل اوريزو او ٣ يو ورځنيو لوبو د کولو خبره روانه ده، خو د پاکستان کرکټ بورډ له څو مياشتو راهيسې د سريلانکا کرکټ بورډ ته ځولۍ غوړولې ده، چې دا لوبې دې ورسره د پاکستان په کراچۍ يا هم په لاهور ښار کې وکړي.

خو د سريلانکا کرکټ بورډ دا خبره تراوسه پورې نه ده منلې او د پاکستاني رسنيو په وينا، د پاکستان کرکټ بورډ چيرمېن احسان ماني اوس هم په لندن کې دى او د کرکټ نړيوالې شورا د ناستې پر مهال به هغه هڅه وکړي چې د سريلانکا کرکټ بورډ چيرمېن دې ته راضي کړي چې خپله لوبډله پاکستان ته ولېږي.

خو د سريلانکا کرکټ بورډ دا اندېښنه ښودلې ده، چې که چېرته پاکستان ته خپله لوبډله ولېږي، نو هلته لس ورځې د کرکټ لوبه ده او پنځه ورځې به د دوى لوبډله په هوټل کې پاتې وي، چې پنځه ورځې ټولې دوى د هوټل په کوټه کې نه شي تېرولى او د پاکستان حالات داسې نه دي چې لوبغاړي دې يې بهر وګرځي، نو دوى ځکه نه غواړي چې خپله لوبډله پاکستان ته ولېږي.

همدا راز پاکستاني رسنۍ ليکي، چې د دې په بدل کې پاکستان کرکټ بورډ د سريلانکا کرکټ بورډ ته د يوې ټېسټ لوبو کولو وړانديز هم کړى دى، خو که چېرته د سريلانکا کرکټ بورډ دا وړانديز هم ونه مني، نو بيا به پاکستان هڅه کوي چې سريلانکا بورډ د يوې يو ورځنۍ او يا هم شل اوريزې لوبې لپاره راضي کړي، چې په پاکستان کې يې ورسره ترسره کړي.

Loading...