fbpx

د هندۍ فلمي ستورې سوناکشي په کور پوليسو چاپه وهلې

خبريال وېبپاڼه \ ١٢ جولايي ٢٠١٩ – ممبۍ: د هندي فلمونو نوموتې او ښايستوکې ستورې سوناکشي سنها په کور پوليسو چاپه وهلې، خو هغه د چاپې پر مهال په کور کې نه وه او پوليس وايي چې له يوه چا سره يې دوکه کړې ده.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، تېره ورځ د ممبۍ پوليسو د فلمي ستورې سوناکشي سنها په کور چاپه وهلې وه، خو هغه مهال نوموړې په کور کې نه وه، نو پوليس له هغې د پلټنې او پوښتنو ګرويږنو پرته بېرته ستانه شول.

ځايي پوليسو له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې د اترپردېش په ايالت کې په ٢٠١٨ کال کې د سوناکشي سنها پر ضد دوسيه ثبت شوې ده، چې دوسيه ثبت کوونکې په فلمي ستورې تور لګولى دى چې د قرارداد پرته هم سوناکشي سنها په ډيلي کې د هغوى په پروګرام کې ګډون ونکړ، چې له امله يې د پروګرام جوړونکو ته زيات تاوان واوړېده.

خو بلخوا بيا د سوناکشي سنها وياند له رسنيو سره په خبرو کې د يادو کسانو ټول تورونه رد کړي دي او ويلي يې دي چې سوناکشي سنها هېڅ کله هم له چا سره د کوم پروګرام ژمنه نه وه کړې، نو دا ټول تورونه درواغ دي.

د يادونې وړ ده چې سوناکشي سنها اوسمهال د سلمان خان سره په (دبنګ تهري) فلم ثبت کې مصروفه ده.

سوناکشي سنها د هندي فلمونو د نوموتي ستوري شتروګن سنها لور ده، چې يو له ښايسته و فلمي ستورو څخه ده. هغې په ډېرو هندي فلمونو کې کار کړى دى او د سلمان خان سره يې بيا په فلمونو کې جوړي ډېره خوښول کېږي. د نوموړې له سلمان خان سره د دبنګ په نوم دوه فلمونه خلکو ډېر زيات خوښ کړي و، چې اوس د همدغه فلم دريمه برخه يا لړۍ راروانه ده چې دبنګ تهري نوم ورته ورکړل شوى دى.