fbpx

ښاروال د دولتي ادارو د سمولو لپاره له ځانه معيوب جوړ کړ

خبريال وېبپاڼه \ ١٢ جولايي ٢٠١٩ – مېکسيکو: په مېکسيکو کې يوه ښاروال د دولتي ادارې د سمولو او د هغوى د کار د معلومولو لپاره له ځانه معيوب جوړ کړ او په يادو ادارو وګرځېده، تر څو ورته معلومه شي چې دوى له مراجعينو سره څه ډول برخورد کوي.

د مېکسيکو کوهوټيماک ښار ښاروال کارلوس ټينا ته په ښار کې معيوبو خلکو شکايتونه وکړل، چې له دوى سره ادارې ښه چلند نه کوي. دا ادارې هغه وې چې د معيوبو خلکو لپاره په دولتي کچه کار کوي. له هغه وروسته ښاروال په خپله له ځانه د معيوب جوړولو پرېکړه وکړه، تر څو د خلکو شکايتونه معلوم کړي چې په رښتيا داسې ده او که نه.

هغه په پرلپسې ډول دوه مياشتې له ځانه معيوب جوړ کړى و او په دولتي ادارو به ګرځېده او د دولتي کارمندانو جايزه به يې اخيسته. هر ځاى کې به هغه ځان يو مجبور او معيوب کس ښوده او له دولتي ادارو څخه به يې د مرستې غوښتنه کوله.

د دې لپاره هغه خپله څېره پټه کړه، خولۍ يې په سر کړه، غوږ يې وتړلو او په تر مرۍ پورې يې بنيان واغوستو او همدا راز تورې عينکې يې هم په سترګو کړې. د معيوبو په ځانګړې چوکۍ ناست هغه لومړى د ټولنيز پرمختګ مرکزي دفتر ته لاړ، هلته يې د وړيا ډوډۍ غوښتنه وکړه، چې د دغه ادارې کار همدا دى چې خلکو ته وړيا ډوډۍ ورکړي، خو يادې ادارې نه يوازې دا چې ورته ډوډۍ ورنکړه، بلکې بې عزته يې هم کړ.

له هغه وروسته ښاروال ټينا نېغ خپل دفتر ته لاړ، تر څو ښاروال ته شکايت وکړي، خو هلته هم پرې نه ښودل شو او ورته وويل شول چې ښاروال نشته دى. له هغه وروسته نوموړى د ښار شورا سيکرتر سره خبرې وکړې، هغه ورسره که څه هم ښه رويه وکړه، خو يو نيم ساعت يې په تمه کېنولو او بيا يې ورسره ونه ليدل.

دلته نو ښاروال ته معلومه شوه چې ولس له دې ادارو په رښتيا هم په حقه شکايت کوي او له هغه وروسته نوموړي خپل ځان ښکاره کړ او ټول د ښاروال په ليدو حېران شو، خو ښاروال هغه مهال هيچا ته هم څه ونه ويل.

وروسته ښاروال ټولو ادارو ته سخت خبردار ورکړ او ورته يې وويل که له دې وروسته يې د چا شکايت واورېده، نو بيا به له ټولو سره قانوني چاره ترسره کوي، چې له هغه وخت وروسته په ټولو ادارو کې کارونه په سم ډول روان شو.

Your SEO optimized title page contents