fbpx

يوې نړيوالې محکمې پاکستان ۶ ميليارده ډالر جريمه کړی

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ جولای ۲۰۱۹ – د نړیوال بانک ادارې یا (ایي سي ایس ایي ډي) په یوې قضیه کې پاکستان ته د څه کم شپږو اربو ډالرو د جرمانې سزا اورولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د وروستیو اقتصادي ستونزو د خلاصون په موخه د نړیوالې مالیاتې ادارې ایي ایم ایف سره د شپږو اربو ډالر د پور یو تړون کړی، خو له دغې تړون وروسته په پاکستان کې هر څه قیمته شوي دغه راز بیلابیل ټېکسونه هم لګول شوي دي.

د همدې ګرانۍ او د ټیکسونو پر ضد پرون او وړمه ورځ

په ټول پاکستان کې کاربندیز اعلان شو، سوداګر او کار کوونکي له حکومته ناراضه وو چې ولې په دې بېکارۍ کې له سختو کړاوونو سره مخ شوي دي؟

نړیوالې ادارې پاکستان ته د جرمانې پرېکړه پرون د شنبې په ورځ اورولې او ورته یې په یو لیک کې رالېږلي دي چې پاکستان به ۴.۰۸ اربه ډالر تاوان او ۱.۸۷ د سود په ډول دغې ادارې ته ورکوي.

پاکستان په دې قضیه کې پخوا ښکېل شوی وو د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۷ م کال کې دا قضیه یوې اټالوي کمپنۍ د نړیوالې سرمایه ګزارۍ محکمې ته وړاندې کړې وه چې پرون یې له پاکستانه زور وویسته.

دغې اټالوي کمپنۍ نږدې دوه کاله وړاندې له نړیوالې محکمې غوښتنه کړې وه چې پاکستان یې په بلوچستان کې د سرو زرو د لټون تړون لغوه کړی چې له امله یې دې کمپنۍ ته په زیاته اندازه زیانونه اړولي دي.

یو شمېر مخکښو پاکستاني چارواکو بیا د دې قضیې په تړاو رسنیو ته ویلي دي چې د پاکستان د قانون وزارت د نړیوالې محکمې د پرېکړې ارزونه کوي او ژر به د دې پرېکړې په اړوند حکومت خپل دریځ روښانه کړي.

د پاکستان په بلوچستان کې د شګو په دغې دیره کې د معلوماتو په اساس د تانبې ټولې ۵.۹ ذخیرې، دغه راز د سرو زور د ۰.۲۲ ګرامه (په یوټن کې) ذخیرې شتون لري.

د شګو دا ارزښت لرونکې دیره د بلوچستان په چاغي سیمه کې د یو کوچني کلي نوم دی چې دایران او د افغانستان ترمنځ په یوې پوله پروت دی.