fbpx

ترکیه د افغان کډوالو د ورتګ مخنیوی کوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ جولای ۲۰۱۹ –

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې له دې وروسته به ترکیې ته د غیر قانوني کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په ایران او ترکیه کې د افغان کډوالو تریخ ژوند ته په اشاره ویلي دي چې دوی د افغان او ایراني حکومت سره د کډوالو په اړه خبرې کړي دي، ترڅو ترکیې ته نور افغانان په قاچاقي لارو کډوال نشي.

سلیمان وایې په زرګونه افغان کډوال لومړی هڅه کوي چې له ډیرو خطرناکو لارو ایران، ترکیې او بیا اروپایې هېوادونو ته ولاړشي، خو په سلګونه کسان د ایران او د ترکیې په غرنیزو سیمو کې مړه کېږي. او دا لړۍ د پخوا په شان همغسې روانه ده.

هغه ویلي، هېواد کې یې ترور، قاچاق او ډېر نور غیر قانوني کارونه ډېر شوي دي چې دوی یې لامل په یاد هېواد کې د غیر قانوني کډوالو موجودیت بولي او دوی له هېواده ویستل یې اوس هدف دی. ترکیه او ایران هغه هېواد دی چې په زرګونه افغانان پکې مېشت دي چې د ایران او د ترکیې هېوادونو په سختو لارو تر اروپایې هېوادونو ځانونه رسوي.

ترکي چارواکي وایې اروپا ته پر لار ډیری وخت افغانان د ګرمیو موسم په کې له سختو ګرمیو او په یخنۍ کې له سخت یخ له امله په دشتو، او صحراګانو کې خپل ژوند له لاسه ورکوی خو بیاهم دوی دې لارو ته زړه ښه کوي. د یادولو ده په دې وروستیو دوه کلونو کې له ترکیې او ایران څخه په سلګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته هم راستانه شوي او لاهم دغه لړۍ روانه دي.