fbpx

پښتون هنرمند کرن خان ځان دومره تغير کړى، چې به يې ونه پېژنئ

خبريال وېبپاڼه \ ١٤ جولاى ٢٠١٩: د پښتو ژبې نامتو هنرمند کرن خان تازه په خپل فېسبوکپاڼه باندې خپل نوي انځورونه خپاره کړي دي، چې هغه پکې بېخي په يوه نوي ډول راښکاره شوى دى. نوموړى خپل ځان بېخي تغيير کړى، چې په لومړي ځل ليدو يې پېژندل اسانه نه دي.کرن خان ١

کرن خان په نوو انځورونو کې چې تازه يې په خپله فېسبوکپاڼه خپاره کړي دي، سپين کالي اغوستي او خړ واسکټ يې په غاړه دى، چې عينکې يې په سترګو او چارسدوالې څپلۍ يې په پښو دي، خو اصلي خبره دا ده چې نوموړي کوچنۍ کوچنۍ ږيره پريښې، چې اوس يې په بڼه کې ډېر بدلون راغلى دى.کرن خان ٢

کرن خان تر دې مهاله پورې ډېر سندريز البمونه ولس ته وړاندې کړي دي، خو وروستى البم يې بيا د (بدرګه) په نوم دى، چې د هغه په خپل يوټيوب چېنل باندې هغه له خپلو مينه والو سره شريک کړى دى.

په دغه نوي البم کې نوموړي قوالي، ټپي، ټپييزې او غزلونه ويلي دي، چې خلکو ډېر زيات خوښ کړى دى. نه يوازې په دغه البم کې پښتو سندرې شته، بلکې په دغه البم کې ځينې اردو سندرې هم شامل شوي دي. د يادونې وړ ده چې کرن خان تر دې مخکې يوه سندره (لونګينه) له يوه انګريزي سندرغاړي سره هم په ګډه ويلي وه، چې هغه د نوموړي په (اترنګ) البم کې خپره شوې وه.

کرن خان د ټپييزو لپاره هم يو ځانګړى نوم دى، کله چې نوموړي په لومړي ځل په پښتو موسيقۍ کې ټپييزې وويلې، نو له هغه وروسته ټپييزو يو ځانګړى مقام خپل کړ او نورو کسانو هم د ټپييزو د ويلو هڅه کړه، خو هغه شهرت يې ترلاسه نه کړ، کوم چې کرن خان ترلاسه کړى و.

کرن خان چې د پښتو ژبې يو نامتو سندرغاړى دى، د هغه ټولې سندرې د پښتون افغان وطن لپاره دي او تل يې په خپلو سندرو کې ولس ته د مينې، ورورولۍ، زده کړې او سولې پېغام ورکړى دى.